د اوولس کلنو ځوانانو د فوټبال ټیم هند ته سفر وکړ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  باختر د وږي ۱۶
دهېواد د اوولس کلنو ځوانانو د فوټبال ملي ټیم پرون د سوبروتو کپ په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه هندوستان ته سفر وکړ.
د باختر اژانس د خبر له مخې،  په دغو سیالیو کې په اتو ډلو کې ٣٢ ټیمونه ګډون لري او له هر ې ډلې یو ټیم د لوړو امتیازونو په ترلاسه کولو سره به ددغو سیالیو بل پړاو ته لاره ومومي.
د هېواد د ١٧ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي ټیم تېر کال هم وکولای شول ددغو سیالیو دویم مقام ترلاسه کړي .سعیده

 

back to top