کابل/باختر/ د وږي٢۳ مه
د شاهين آسمايي ټيم پرون د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ په نيمه پايلوبه کې د سيمرغ البرز ټيم ماتې ورکړه او په پايلوبه کې د توفان هريرود له ټيم سره سيالي کوي.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د شاهين آسمايي ټيم د صفر په وړاندې په پنځو سره د سيمرغ البرز ټيم ته ماتې ورکړه او د غوره ليګ سياليو پايلوبې ته يې لاره وموندله.
د دغه پړاو بله لوبه چې د پنجشنبې په ورځ د توفان هريرود او سپين غر بازانو د ټيمونو ترمنځ وشوه؛ لوبه توفان هريرود وګټله.
د شاهين آسمايي او توفان هريرود د فوټبال ټيمونو ترمنځ پايلوبه، به د وږي په ۲۹مه ترسره شي.
ختم- ج - اکرم