19 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دسوله غوښتونکو دوګړني حرکت شپږ غړي په لوګر کې وتښتول شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: دهلمندي سوله غوښتونکو وګړنى حرکت...

٣ وسله وال طالبان دننګرهار په لعل پوره کې ووژل شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: درې وسله وال طالبان...

طالبانو دکندز دحوزوي روغتون يو امبولانس وتښتاوه .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: وسله والو طالبانو نن له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د زېمبابوې له ټيم سره سیالي کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/باختر/ د وږي٢۳ مه
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن د زېمبابوى له ټيم سره ۲۰ آوريزه لوبه کوي.
د افغانستان د کرکټ بورد د مطبوعاتو مسوول فريد هوتک د دغې لوبې په اړوند باختر آژانس ته وويل: ټاکل شوې ده د کابل په وخت نن مازيګر پنځه بجې د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ټيمونو ترمنځ لوبه شي.
هوتک وويل: دغه سيالۍ پرون د بنګله دېش او زېمبابوې ټيمونو په لوبې سره پيل شوې.
هغه وويل چې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د دغې لوبې لپاره بشپړ تيارى لري.
د هوتک د څرګندونو له مخې: درې واړه ټيمونه له يوبل سره دوه دوه لوبې ترسره  کوي او دغه لوبې د سپټمبر په ۲۴مه پاى ته رسېږي.
له دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په ټسټ لوبه کې د بنګله دېش ټيم ته ماتې ورکړې وه.
ختم- ج -اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.