دهېواد دشپاړلس کلنو ځوانانو دفوټبال ملي ټيم دمالديف ټيم ته ماتې ورکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دوږي ٣٠مه / باختر
دهېواددشپاړلس کلنو ځوانانو دفوټبال ټيم داسيا دملتونوجام په مقدماتي سياليو کې په دوېمه لوبه کې دمالديف ټيم ته ماتې ورکړه .
دباختراژانس  دخبرله مخې ،  دغه لوبه دافغانستان ټيم دصفر په وړاندې  په درېو سره وګټله .
دافغانستان ټيم څلور  امتيازه وګټل، دافغانستان ټيم په دغو سياليو کې دايران ، مالديف   او فلسطين له ټيمونوسره هم ګروپ دى .
دهېواد دشپاړلس کلنو  ځوانانو ټيم په لومړى لوبه کې دفلسطين دټيم په وړاندې  لوبه برابره پاى ته ورسوله او ټاکل شوې ده درېمه لوبه دايران له ټيم سره ترسره کړي او دبرياليتوب په صورت کې به ددغو سياليو بل پړاو ته لاره ومومي .
داسيا دملتونو جام پوټبال دشپاړلس  کلنو مقدماتي سيالۍ دايران په  همدان ښار کې  ترسره کېږي .
  ختم_ سعيده _اکرم

 

back to top