22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د څښاک اوبو د برابرولو پروګرام پيل شو

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د...

درې تنه په هرات کې د وژنې په تور ونيول شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر د هرات پوليسو درې تنه د وژنې...

يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني ورزشکارانو ته په خطاب کې: تاسې د هیلې نښه او د افغان ملت د عزم او ارادې تمثیلونکي یاست

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دوږي ٣٠مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د فوټبال فدراسیون د رهبرۍ غړو او د طوفان هریرود او شاهین اسمایي فوټبال ټیمونو له ورزشکارانو سره وکتل او د افغانستان د فوټبال غوره لیګ په اتم پړاو کې یې د طوفان هریرود ټیم ته د اتلولۍ مبارکي وویله.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په چهارچنارماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون ريیس محمد یوسف کارګر ورزش ته د جمهورريیس له پاملرنې او د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتم پړاو څخه د دولت د ملاتړ مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، له دې ملاتړ سره په ملي او نړیوالو ډګرونو کې د هېواد د ورزشکارانو د ویاړ کچه زیاتېږي.
کارګر څرګنده کړه، د "یو  ولس او یو غږ" تر شعار لاندې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو ترسره شو او له امنیتي او دفاعي ځواکونوڅخه یې د یادو سیالیو د امنیت د تامین له امله مننه وکړه.
وروسته جمهورريیس غني د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو د اتلانو ټیم او د دې دور د نایب اتلانو او نورو ټولو ورزشکارانو د همت او زیار ستاینه وکړه او ويې ویل، تاسې د هیلې نښه او د افغان ملت د عزم او ارادې تمثیلونکي یاست او دا مو ثابته کړه چې د افغانستان خلک زور، ترور او وحشت ته نه تسلیمېږي.
جمهورريیس زیاته کړه: تاسې وښوده چې د سیالۍ قوانین مراعاتوئ او په ټولو برخو کې باید ستاسې هڅې نمونه وي.
د هېواد جمهورريیس دې ته په اشارې چې د ورزش پیاوړي کول د دولت دنده ده وویل، دولت د همدې لپاره د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو تمویل کړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، پر ورزش زیاته پانګونه کېږي. هغه زیاته کړه، د طوفان هریرود او شاهین اسمایي فوټبال ټیمونو هر غړي سره به د دولت له بودجې څخه پنځوس زره افغانۍ مرسته وشي او د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسوولینو څخه یې وغوښتل چې د دغه فدارسیون د روزونکو او غړو د ستایلو وړاندیز ترتیب کړي.#پاى-ع

 

Last modified on Sunday, 22 September 2019 04:08

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.