د هېواد د فوټبال ټیم د عمان له ټیم سره لوبه کوي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل  دتلې ۱۷ باختر
د هېواد د فوټبال ملي ټیم د ۲۰۲۲نړیوال جام او د ۲۰۲۳میلادي کال د اسیا د ملتونو جام د مقدماتي سیالیو په دوام د عمان له ټیم سره لوبه کوي .
د هېواد د فوټبال فدراسیون  د خپرونو مسوول شمس امیني د باختر اژانس خبریال ته وویل: دغه لوبه د افغانستان په  وخت  دشپې په اوو بجو او دیرشو دقیقو دعمان پایتخت مسقط کې ترسره کېږي .
په دغو سیالیو کې د افغانستان دا دریمه لوبه ده  او په تېرو دوولوبو کې د هېواد ملي ټیم یوه بریا او یوه ماته او درې امتیازه لري چې په خپل ګروپ کې دریم ځای لري . سعیده   

back to top