21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامد کرزی: افغانستان ډيرښه ځوان استعدادونه لري او پدې خاوره کې د بل هر هېواد په پرتله د پرمختګ ډېر امکانات موجود دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دتلې ٢٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن سهار د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د ټیمونو  له غړوسره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي باختر اژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه چې په ارګ کې تر سره شوه، د هېواد جمهور رئیس د فوټبال له لوبغاړیو سره د روغبړ کولو په ترڅ کې هغوی ته مبارکي وویله او دوی یې په ملي او بین المللي کچه د بریاوو لپاره وهڅول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي وویل چې د ځوانانو تر منځ ورزشي سيالۍ ، د هغوی د هڅونې اود استعدادونو د غوړېدا لپاره دي. هغه لوبې چې د فوټبال ټیمونو ترسره کړې، دا یې وښودله چې افغانستان ډيرښه  ځوان استعدادونه لري او پدې خاوره کې د بل هر هېواد په پرتله د پرمختګ او ترقۍ ډېر امکانات موجود دي.
دغه راز جمهور رئیس کابل ته د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه د فوټبال د ټیمونو راتګ د افغان ځوانانو لوی نمایش وباله، د طوفان هریرود ټیم غړیو ته چې د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ په لوبو کې یې لومړی مقام ګټلی مبارکي وویله او نور ټیمونه یې هم وهڅول چې په راتلونکو کلونو کې دغه مقام وکټي .
همدا راز په دې کتنه کې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د فوټبال ټیمونو روزونکو د خپلو فعالیتونو او امکاناتو په اړه د هېواد جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
د هرات ولایت ورزشي آمر عبدالقیوم جامي د هېواد د سپورټي ټولنې د ودې او پیاوړي کولو لپاره له  جمهور رئیس له هڅونو له امله  مننه وکړه، ویې ویل چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د افغانستان د ملت د یوه موټیتوب او ملي وحدت لپاره یوه ښه نمونه وه.
ده وویل چې د هېواد لوبغاړو په دې لوبو کې وښودله چې افغانستان د څو کاله مخکې هېواد ندی او نن یو داسې نسل لري چې علم او ورزش ته یې مخه کړې ده.
جامي د افغانستان د خلکو د هرکلي یادونه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان خلکو ددې لوبو په هرکلي سره وښودله چې افغانان د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتونکي دي. 
ده همداراز وړاندیز وکړ چې په هېواد کې د سپورت د لاودې او پرمختګ لپاره دې د هېواد ورزشي لوبغالي او عواید په ورزشي فدراسیونونو پورې اړه پیدا کړي.
ورپسې د المپیک د ملي کمیټې مشر ظاهر اغبر خبرې وکړې او په معاصر تاریخ کې یې د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ ددې لوبو ترسره کول یې د المپیک کمېټې لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله.
اغبر ډاډ ورکړ چې د افغانستان ځوان لوبغاړي به ددې جوګه شي چې  په ملي او نړیواله کچه لویې لاسته راوړنې ولري.
د یادونې  وړ ده چې د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د ټول هېواد په کچه له اتو ټیمونو څخه جوړ دی چې په هغه کې طوفان هریرود، سیمرغ البرز، میوند اتلان، سپین غر بازان، اباسین څپې، موج های آمو، عقابان هندوکش او شاهین آسمایي ټیمونه شامل دي.
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.