د افغانستان او ویسټ انډیز دويمه لوبه ترسره کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 نړيوالې خبري منابع/ د لړم ١٨مه/ باختر
د افغانستان او ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېیو ٥٠ آوریزو سیالیو، دويمه لوبه نن د (نوامبر ۹مه) د هند په لکنهو ښار کې ترسره کېږي. 
دغه  لوبه د ماسپښین پر ٢ بجو پېلېږي.   
له ویسټ انډيز سره د افغانستان د لوبو لړۍ د نوامبر په ٦ مه  پیل شوه.   
په لومړۍ لوبه کې ویسټ انډيز افغانستان ته په ۷ وېکټونو ماتې ورکړه.  
د دواړو ټیمونو ترمنځ د ٥٠ آورېزو لوبو درېیمه او وروستۍ لوبه د دوشبنې په ورځ (نوامبرپه ۱۱مه) په همدې ښار کې ترسره کېږي. 
په هندوستان کې به دواړه لوبډلې درې ٢٠ آوره سیالۍ هم کوي چې د نوامبر پر ١٤مه ، ١٦مه او ١٨مه پلان شوې دي.
ورپسې بله سیالي به ټيسټ لوبه وي.   
پاى \ ذ

back to top