15 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دپروان ښوونځيو تنطيفاتي وسايل ترلاسه کړل

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دپروان په يوشمېر ښوونځيو...

دشکرې له ناروغي سره دمبارزې نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل / دلړم ٢٣مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

افغان تګواندوکارانو دچينا اوپن له سياليو څخه دسرو زرو اوسپينو زرو مډالونه ترلاسه کړل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
دهېواد دتکواندو دملي ټيم ورزشکارانودچين په کوربه توب  دتکواندو له سياليو څخه دسروزرو يو مډال ، او دسپينو زرو يو مډال ترلاسه کړ .
دافغانستان دتکواندو فدراسيون مطبوعاتي مسوول ذبيح الله شهزاد نن باختراژانس ته وويل  چې دچينا اوپن دتکواندو  داتلوالى  نړيوالې سيالۍ دنړى دشپاړلسو هېوادونو د ٤٧١ تنو ورزشکارانو په ګډون په چين کې  ترسره شوې چې په هغو کې  محسن رضايي بريالي شو چې دسرو زرومډآل  ترلاسه کړي . او فرزاد منصوري  دسپينو زرو مډال ترلاسه کړي .
  دشهزاد دڅرګندونوله مخې ، افغان تکواندو کارانو په دغوسياليو کې په ښه برياليتوب سره  دالمپيک  په سياليو کې  دګډون لپاره نږدې شول .
دافغانستان دتکواندو فدراسيون هيله لري  چې افغان ورزشکاران د ٢٠٢٠کال دالمپيک په سياليو کې دګډون جواز ترلاسه کړي .
مخکې له دې افغان تکواندو کار روح الله نيکپا  بريالى شو ، د  ٢٠٠٨ کال دپکن دالمپيک په سياليو کې اوپه  ٢٠١٢کال کې دلندن په سياليو کې دتکواندو په څانګه کې  دژيړو مډال ترلاسه کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

Last modified on Sunday, 10 November 2019 12:05

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.