دهېواد دملي کرکټ ټيم خپله دويمه لوبه هم ويست انديز ته وبايلله.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم ١٩مه / باختر :
دهېواددکرکټ ملي ټيم  په  پنځوس اوريزه لوبه کې چې پرون  مازيګر ترسره شول  دويست انديز دکرکټ دملي ټيم په وړاندې  د ٤٧ منډو په توپير سره لوبه وبايلله .
دکرکټ بورد وياند فريدهوټک  نن باختراژانس ته وويل چې  دافغانستان او ويست انديز دکرکټ ملي ټيمونه له دريو پنځوس اوريزو لوبو څخه  دويمه  لوبه  يې هم پرون مازيګر ترسره کړه چ دويست انديز دکرکټ ملي ټيم  دافغانستان  دکرکټ ملي ټيم ته  د ٢٤٧ منډو هدف وټاکه . خودافغانستان دملي کرکټ ټيم  ټاکلې هدف  پوره ونه کړه او د ٤٧ منډو په توپير سره يې لوبه وبايلله .
  دغه لوبه  دهندوستان دلکنهو په ښار کې  ترسره شول ، ددغوسياليو دريمه لوبه به  دنوامبر دمياشتې په  ١١ نيټه ترسره شي .
   ددغو سياليو لومړى لوبه  د نوامبر په شپږمه نيټه ترسره شوه  چې لوبه  دويست انديز په ګټه پاى ته ورسېده .
دافغانستان او ويست انديز دکرکټ ملي ټيمونه  درې شل اوريزې لوبې اويو تسټ لوبه  په هندوستان کې ترسره کوي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

Last modified on Sunday, 10 November 2019 12:04
back to top