په سرپل کې د صداقت دفوټبال ټيم اتل شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دلړم ٢٥مه / باختر :
په سرپل کې دسولې اودوستۍ  دجام  دفوټبال  سيالي  نن دښاروالۍ دصداقت ټيم  په اتلوالى سره  پاى ته ورسېدې .
  دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې،  دغه سيالۍ ددوو ډلو داتو ټيمونوترمنځ  دلړم په اتمه پيل شوې وې   او په وروستۍ لوبه کې يې  دښاروالۍ دصداقت ټيم  ددوو په وړاندې  په دريو سره  دامام يحيى  ليسې ټيم ته ماتې ورکړه  او دسولې او دوستۍ دجام داتلوالى  کپ يې ترلاسه کړ .
  ددغوسياليو دپاى په مراسموکې د فرهنګي چارو کارپوه  او دوالي استازي  عبدالله اکبري  ،ښاروال ، داطلاعاتواوفرهنګ رييس ، دملي امنيت مرستيال  ددولتي ادارو رييسانو ، قومي مشرانو ، دبدني روزنې مدير اودسرپل  ځوانانو او ورزشکارانو  ګډون درلود .
  دسرپل دوالي استازي  له ښاروال څخه په  قدردانۍ سره  ، له ورزشکارانو څخه  وغوښتل  چې  د سولې او دوستۍ  اودملي يو والي  اوپيوستون دتحقق لپاره  هڅه وکړي . 
دسرپل ښاروال ورزش دسولې  پيغام راوړونکي  وباله  او له ورزشکارانو څخه يې وغوښتل  چې ورزشي اخلاق  رعايت کړي   دلوبو اصولو او قوانينو ته  پابند واوسي او په پاى کې  دلومړي  ، دويم اودريم مقام  په ګټوونکو جايزې او نغدي سوغاتونه هم  وويشل شول .
  ختم- ف – اکرم

 

Last modified on Sunday, 17 November 2019 04:33
back to top