08 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له قطر سره د لوبې لپاره د افغانستان د فوټبال ملي ټيم تمرينونه پيل کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم له يوې ورځ استراحت وروسته په دوشنبې ښارکې د قطر له ملي ټيم سره د لوبې لپاره خپل تمرينونه پيل کړل.
ټاکل شوې ده لوبه د سه شنبې په ورځ د افغانستان په وخت د ماښام په شپږ نيمو بجو د دوشنبې ښار په مرکزي لوبغاړي کې ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د آسيا د ملتونو جام او نړيوال جام په مقدماتي سياليوکې په خپله وروستۍ لوبه کې له هند سره د يو په مقابل کې په يو سره لوبه برابره پاى ته ورسوله.
افغانستان اوس په خپل ګروپ کې څلورامتيازونه لري او اوس هم دغو دوو مهمو نړيوالوسياليو ته د لارې موندنې لپاره هيلې شته.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټيم ښوونکي انوش دستګير باختر آژانس ته وويل چې زده کوونکي يې د قطر له ځواکمن ټيم سره سترې سيالۍ ته چمتو دي.
هغه وويل: قطر په آسيا کې د فوټبال يو ځواکمن ټيم دى، خو موږ هم په دې لوبه کې د برياليتوب لپاره انګېزه لرو. زما زده کوونکي پوهيږي چې د آسيا ملتونو جام او د نړيوالجام سياليو ته د لارې موندنې لپاره ددغې لوبې برياليتوب څومره مهم او برخليک ټاکوونکى دى.
ختم - ج - اکرم


 

Last modified on Monday, 18 November 2019 04:09

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.