دافغانستان دساحلي فوټبال ټيم په دريېمه لوبه کې دويتنام ټيم ته ماتې ورکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دلړم ٢٧مه / باختر :
داسيا دساحلي فوټبال دجام دسياليو  په دوام دا دافغانستان دساحلي  فوټبال دټيم دريېمه لوبه ده چې دويتنام له ټيم سره يې وکړه او ددغه هېواد ټيم ته يې ددريو په وړاندې  په اووه سره ماتې ورکړه .
په لومړي لوبه کې دافغانستان ټيم له تايلند سره  چې ددغو لوبو  کوربه  دى لوبه وکړه او په دويېمه لوبه کې يې دچين دټيم له خوا ماتې وخوړه
دغه سيالۍ اوس  په تايلند کې دوام لري او دافغانستان او تايلند په ګډون دچين ، ماليزيا ، او ويتنام ټيمونه هم ګډون کړى دى .
دغه سيالۍ دتېرې اوونۍ دچارشنبې په ورځ پيل شوې دي او شپږ ورځې به دوام ومومي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

Last modified on Monday, 18 November 2019 11:25
back to top