د قندهار د کرکټ لوبغالي د جوړولو کار ګړندى شوى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دلړم۲۸مه/باختر
د قندهار د کرکټ لوبغالي ته د تاسيساتو د جوړولو کار ګړندى شوى دى.
په دغو تاسيساتوکې چې د اقتصاد وزارت يې جوړوي؛ د جامو د بدلولو، د هرکلي سالون او د لوبغاړو د تودولو څانګه شته.
د دغوتاسيساتو د جوړولو کار د فني ستونزو او بودجې د نشتوالي په دليل څو مياشتې ځنډول شوى و.
د اقتصاد وزارت د کليوالي پرمختيا رييس احمد غياث صديقي دقندهار له والي سره په کتنه کې د کرکټ لوبغالي ته د تاسيساتو د جوړولو د کار د پيل يادونه وکړه.
هغه وويل: ټاکل شوې ده دغه تاسيسات تر راتلونکو شپږومياشتو پورې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
ختم- ج - اکرم

Last modified on Wednesday, 20 November 2019 03:59
back to top