دسرو زرو توپ به څوک ترلاسه کړي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دليندې ١١مه / باختر :
دسرو زرو توپ دورکولو او دفوټبال دنړۍ دغوره لوبغاړي دانتخابولو مراسم نن شپه په فرانسه کې پرځاى کېږي .
دباختراژانس دخبرله مخې، دسرو زرو دتوپ دترلاسه کولو لپاره دوروستي نوملړ له مخې   مسي ،  فن دايک او رونالدو سره سيالۍ کوي .
تراوسه پورې هر يو دسرو زرو پنځه پنځه توپونه ترلاسه کړي دي، لېدل کېږي نن شپه به له دغو دريو نوماندانو څخه يو يې دسروزرو توپ ترلاسه کړي .
په دغو مراسمو کې غوره ښوونکى ، غوره ګول کيپر اوښه مدافع انتخابېږي خلک زيات په دې باور دي چې مسي اويا فن دايک به  دغه توپ ترلاسه کړي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

back to top