14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

۲۰۲۱م کال د افغان کرکټ لوبډلې لپاره د لوبو کال دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دمرغومې۲۲مه/باختر
د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې مسوولین وايي چې افغان کرکټ ملی لوبډله د نورو کلونو په پرتله په ۲۰۲۱ کال کې ډېرې لوبې لري.
که څه هم په ۲۰۲۰ کال کې افغان لوبډله له بېلابېلو لوبډلو سره لوبې لري، خو په ۲۰۲۱ کال کې نسبت نورو کلونو ته افغان لوبډله په بېلابېلو فرمټونو کې زیاتې لوبې لري.
په ۲۰۱۷م کال کې د کرکټ بورډ د نړیوالې شورا له لورې ترتیب شوي مهالوېش کې چې تر ۲۰۲۳م کال پورې پکې ټولې لوبې ښودل شوې، افغانستان پکې په راروان میلادي کال کې تر ټولو زیاتې لوبې لري.
د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې ویاند فرید هوتک نن باختر اژانس ته وویل چې افغان لوبډله په۲۰۲۱ م کال کې له آیرلینډ سره یوه ټېسټ، درې پنځوس اوریزې، درې شل اوریزې، له زمبابوی سره دوه ټیسټ درې شل اوریزې، له هندوستان سره درې پنځوس اوریزې، له سریلانکا سره درې پنځوس اوریزې، درې شل اوریزې، له متحده عربي اماراتو سره دوه پنځوس اوریزې ، له پاکستان سره درې پنځوس اوریزې او په همدې کال کې به له زمبابوی سره یوه ټیسټ درې پنځوس اوریزې او دوې شل اوریزې نورې لوبې هم وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله د روان میلادي کال په مارچ کې هم له آیرلینډ لوبډلې سره درې ۲۰ آوریزې لوبې کوي.
یادې سیالۍ د مارچ په شپږمه، اتمه او لسمه د افغانستان په کوربتوب د هندوستان په ګریټر نویدا کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
پای/وصال

 

Last modified on Sunday, 12 January 2020 11:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.