د هېواد د کرکټ ملي ټيم د عربي متحده اماراتو له ټيم سره سيالي کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/د مرغومي ۲۲ مه/باختر
د افغانستان د کرکټ ملي ټيم نن له کابل څخه عربي متحده اماراتو ته سفر کوي.
د هېواد د کرکټ بورد وياند فريد هوتک د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغه سفر موخه په تمريناتي کمپ کې ګډون او د نړيوال جام او آسيايي جام سياليو لپاره تيارى بلل شوى دى.
د هوتک د څرګندونو له مخې: دغه تمرينونه په دغه کمپ کې سبا پيلېږي او ١٢ ورځې دوام مومي.
ختم- سعيده - اکرم

Last modified on Sunday, 12 January 2020 11:15
back to top