25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بغلان کې دکرونا احتمالي  اخته کسانو ته  درسېدګۍ ځانګړى مرکز جوړ شو

په بغلان کې دکرونا احتمالي اخته کسانو ته درسېدګۍ ځانګړى مرکز جوړ شو

کابل /دکب ٥مه / باختر دبغلان دعامې روغتيا رياست چارواکي...

 په هرات کې دپوليو واکسين  دکمپاين  ددويمې دورې پيل

په هرات کې دپوليو واکسين دکمپاين ددويمې دورې پيل

کابل /دکب ٥مه / باختر : دماشومانو دفلج ناروغي ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد د کرکټ د١٩ملي ټيم د جنوبي افريقا له ټيم سره سيالي کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د مرغومي ٢٦ مه/ باختر    
د هېواد د ١٩کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم سبا په نړيوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د جنوبي افريقا له ټيم سره ترسره کوي.
د جنوبي افريقا د١٩ کلنو ځوانانو د کرکټ د نړيوال جام د سياليو کوربه دى.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د هېواد د١٩کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم ښه وړتيا او مهارتونه لري. دغه ټيم کولاى شول په  مقدماتي او دوستانه سياليوکې د انګلستان د ١٩کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړي. 
کولاى شو ووايو چې دغه ټيم به په دغو سياليوکې ښې پايلې ترلاسه کړي.
د افغانستان د کرکټ بورد ياند فريد هوتک په دې اړه وويل چې د هېواد د ١٩کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم د دغو سياليو په دې پړاوکې د اماراتو او کاناډا له ټيمونوسره سيالي کوي.
د هغه د څرګندونوله مخې: د افغانستان ټيم به په بشپړ تياري سره په دغو سياليو کې ګډون وکړي.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.