26 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

کابل\دکب٧مه\باختر د مالیې وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د...

په پروان کې دوه تنه دغلا په اړوند ونيول شول

کابل/ دکب٧مه / باختر پوليسو دپروان په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد له ١٩کلنى څخه ښکته د کرکټ ملي ټيم ښه وځليد

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ د مرغومي ٢٨مه/باختر
د جنوبي افريقا له ١٩کلنى څخه ښکته د ملي ټيم په وړاندې، د هېواد له ١٩کلنى څخه ښکته د کرکټ د ملي ټيم برياليتوب دغه خبرې پياوړې کړې چې دغه ټيم کولاى شي  ډېرې ښې پايلې ولري.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د هېواد له ١٩کلنى څخه ښکته د کرکټ ملي ټيم  د ٥٠ آوريز نړيوال جام په لومړۍ لوبه کې وکولاى شو د جنوبي افريقا ټيم چې د دغو سياليو کوربه هم دى، ستره ماته ورکړي او دغه باور پياوړى کړ چې د هېواد د کرکټ ملي ټيم په بشپړ تيارى سره چې لري يې؛ غواړي له دغوسياليو څخه مطلوبې پايلې ترلاسه کړي.
په دې لوبه کې د هېواد له ١٩کلنى څخه ښکته د کرکټ ملي ټيم دوه لوبغاړي ابراهيم او عمران وکولاى شول ٥٠ - ٥٠ منډې د ټيم په ګټه جوړې کړي او دغه راز بل افغان لوبغاړى شفيق الله غفاري په دې لوبه کې وکولاى شو د سيال ټيم ٦ لوبغاړې وسوځوي.
له شک پرته د هېواد د کرکټ ټيم په برياليتوب کې د دغو درېيو لوبغاړو رول ارزښتناک و.
د کارپوهانو په باور: د هېواد د کرکټ ملي ټيم چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د عربي متحده اماراتو له ټيم سره او د جمعې په ورځ د کاناډا له ټيم سره لوبه کوي. که چېرې دغه شان لوبه وکړي؛ له شک پرته د دغه ګروپ د جدول لومړى مقام به وګټي او د مخکښ ټيم په توګه د دغوسياليو راتلونکي پړاو ته لاره مومي.
له ١٩کلنى څخه ښکته د کرکټ د نړيوال جام په سياليوکې ١٦ ټيمونه لوبه کوي او زموږ د هېواد د کرکټ ملي ټيم د عربي متحده اماراتو، کاناډا او د جنوبي افريقا له ټيمونو سره په يو ګروپ کې شامل دى.
ختم- ج –اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.