20 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کندز والي د ورزش په ودې ټينګاروکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کندز / د مرغومي ٢٩ مه/ باختر    
د کندز والي وايي  ورزشکاران د سولې د سفير او د سالمو افکارو د لرلو په عنوان د ټولنې په جوړولو ګې اساسي رول لري.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ د کندزوالي عبدالجبار نعيمي د دغه ولايت د ورزشي فدراسيونونو له مسوولانو سره په کتنه کې د ورزشکارانو د لاسته راوړنو په اوريدو ، ستونزو ، د دوى دلارې پر سر شته چلنجونه او د هغوى وياړنې يې د قدر وړ وبللې او زياته يي کړه  د ورزشکارانو ستونزې ، وړانديزونه او غوښتنې يې د دوى دهغو لاسته راوړنو په پاملرنې سره چې لري د مرکز په کچه  مطرح او تعقيب کړي او دورزشي  فدراسيونونو د اړتياو دلېرې کولو په مقصد  ګټور ګامونه واخلي .                                نعيمي د کندز له ورزشکارانو څخه وغوښتل چې وحدت ، يووالي  او د ملي او ټولنيز ارزښتونو ساتنه رعايت  کړي  د ټولني په اصلا ح کې ، دولت سره دخلکو نږدي کول ،       له ملي او امنيتي دفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړ ، د سولي او امنيت په تامينولو ، د نشه يي توکو  دپلورونکو دنيولو او په خپلو سيمو کې د نورو جنايي جرمونو پرخلاف شپه او ورځ هلې ځلې وکړي.
د کندز والي د دغه ولايت د بدني روزنې آمر ته  لارښوونه وکړه  ترڅو د ښاروالۍ او اراضۍ له رياستونو سره په  تفاهم کې څو قطعه ځمکي د ورزشکارانو لپاره  د ورزشي ډګرونو د جوړولو په خاطر مشخصې کړي.
په کندز کې څه د پاسه ٥ زره ځوانان  په بېلابېلو برخو کې په ورزشي لوبو بوخت دي.     پاى \ ذ

Last modified on Sunday, 19 January 2020 11:54

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.