په پاکستان کې دکبډي سيالۍ پاى ته ورسيده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل – باختر دلړم اوولسمه:
په پاکستان کې دکبدي دايروى سيالۍ پاى ته ورسيدې .
دالمپيک دملي کميټې د رسنيو مدير عبدالمحبوب سروري باختر آژانس ته وويل : دغه سيالۍ چې دآسيا دجنوب دهيوادونو د ورزشکارانو ترمنځ د روان کال دنوامبر دمياشتې له لومړۍ نيټې څخه تر اوومې نيټې پورې دپاکستان په لارهور ښار کې پيل شوې وې؛ د افغانستان دکبډي ملي ټيم دنيپال په مقابل کې په برياليتوب او دپاکستان، هند او سريلانکا پر وړاندې دماتې په منلو سره دغه سيالۍ پاى ته ورسولې.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دغو سياليو کې له افغانستان څخه دولسوتنو ورشکارانو ګډون کړي وو.
 

back to top