31 March 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په زابل کې ٦ سرتېري شهيدان شول

په زابل کې ٦ سرتېري شهيدان شول

کابل \ د وري ١١ مه \ باختر د زابل په...

د پکتيا له مرکزي جېل څخه ٢١ بنديان ازاد شول

د پکتيا له مرکزي جېل څخه ٢١ بنديان ازاد شول

ګرديز \ د وري ١١ مه \ باختر د جمهور...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د ستوري محمد شهزاد محروميت لرې شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل/ د کب ٨ مه/ باختر
د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د لوبغاړي محمد شهزاد يو کلن محروميت لرې شو. له دې وروسته هغه کولاى شي د هېواد د کرکټ ملي ټيم په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي.
محمدشهزاد له هغه وروسته چې د افغانستان د کرکټ بورډ له اداري اصولو څخه سرغړونه بلل کېده؛ د يو کال لپاره په نړيوالو سياليوکې له ګډون څخه بې برخې شوى و.        
د افغانستان کرکټ بورډ نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې له اوو مياشتو وروسته د محمد شهزاد محروميت لرې شو او هغه کولاى شي له دې وروسته  په نړيوالو سياليو کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم ملګرتيا وکړي. 
محمد شهزاد د کرکټ بورډ د مسوولينو له اجازې پرته له افغانستان څخه بهر ته سفر وکړ او د يوه هېواد د کرکټ په اکاډمۍ کې تمرينونه وکړل؛ هغه اقدام چې د هېواد د کرکټ بورډ د مشرانو د غوصې سبب شو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه پېژندل شوى ورزشکار د افغانستان د کرکټ بورډ د فني مديرانو په غوښتنه او د کرکټ بورډ د رييس په تاييد، بيا د هېواد د کرکټ د ملي ټيم د غړو ترمنځ د ګډون وخت ترلاسه کړ.
افغانستان په وروستيو مياشتوکې د کرکټ په نړيوالو سياليوکې ښې پايلې ترلاسه نه کړې او د کرکټ کارپوهان په ملي ټيم کې د محمد شهزاد نه شتون د دغو ناکاميو له دليلونو څخه بولي. 
پاى \ج\ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.