11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کابل/ د چنګاښ ۲۱ مه/ باختر فریده د پنځو بچیانو مور...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

له ګلف لوبې سره د هراتي نجونو د علاقمندۍ زياتوالى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وري ٢مه/ باختر له ګلف لوبې سره د هراتي نجونو لېوالتيا زياته شوې ده. د محدودو امکاناتو، د ټولنې سنتي والي او له لسګونو نورو چلنجونو سره سره، د هرې ورځې په تېرېدو په هرات کې له ګلف لوبې سره د نجونو لېوالتيا زياتيږي. په هرات کې د نجونو د ګلف لومړنى کلپ شپږ کاله مخکې جوړ شو او ورو ورو د علاقمندۍ په زياتوالي سره د نجونو د ګلف کلپونه هم زيات شول. ټاکل شوې ده حکومت د هرات د پښتون پله په ساحه کې د ګلف يو لوبغالى جوړ کړي. د هرات د ګلف فدراسيون يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغه لوبغالي په جوړېدو سره به په هرات کې د نجونو ترمنځ د ګلف لوبه وده وکړي. يوه نجلۍ تهمينه چې په هرات کې په ګلف لوبې بوخته ده؛ وايي: که چېرې دولت د نجونو ورزش ته زياته پاملرنه وکړي؛ ورزش به د نجونو ترمنځ په فرهنګ بدل شي. ختم- ج - اکرم

Last modified on Sunday, 22 March 2020 04:01

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.