11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کابل/ د چنګاښ ۲۱ مه/ باختر فریده د پنځو بچیانو مور...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بایسکل ځغلونې سیالۍ په بامیانو کې پیل شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ١٧ مه / باختر
د بامیانو په مرکز کې د ژوندانه چاپېریال ساتنې د نړیوالې ورځې په مناسبت، د بایسکل ځغلونې سیالۍ پيل شوه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د بامیانو د ژوندانه چاپېریال ساتنې رییس ابراهیم دادفر دغې سیالۍ د ترسره کولو موخه د روزشکارانو هڅونه او د خلکو لپاره د ژوندانه چاپېریال ساتنې ارزښت ياد کړ.
هغه زیاته کړه چې د بایسکل ځغلونې په دې سیالۍ کې په دوو بېلابېلو څانګو کې ٣٠ ورزشکارانو چې ١٠ يې نجونې او ٢٠ يې هلکان وو؛ سیالي وکړه.
په دې سیالۍ کې د نجونو په څانګه کې له صلصال او شمامه ټیم څخه ریحانه او د بامیانو له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه آرزو او له عقابانو ټیم څخه شکیبا او د هلکانو په څانګه کې له صلصال او شمامه ټیم څخه جمعه خان، له عقابانو ټیم څخه علي جان او نوروز په ترتیب سره لومړى، دویم او درېیم مقامونه ګټلي دي.
بایسکل ځغلوونکو نجونو څه ناڅه ١٨ کیلومتر واټن او هلکانو ٣٣ کیلومتره واټن وواهه.
ختم/ع

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.