11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کليوالې ښځې خپل ژوند بسيا کولای شي

کابل/ د چنګاښ ۲۱ مه/ باختر فریده د پنځو بچیانو مور...

يوغير مسوول وسله وال په دايکنډي کې ووژل شو .

يوغير مسوول وسله وال په دايکنډي کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ٢١مه / باختر : د دايکنډي ولايت ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

نهه تنو افغان ځوانانو دپغمان دغره څه دپاسه پنځه زره متره واټن وواهه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / دچنګاښ ٩مه / باختر :
افغان غره ګرځېدونکو وکولاى شول  دپغمان له غره څخه  تېر شي او ځانونه  دکابل دشکردرې غره ته ورسوي .
دافغانستان  دغره ګرځېدنې فدراسيون  له دغو ځوانانو څخه  په هرکلي سره ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره رسنيو ته ويلي دي،  هلې ځلې دوام لري  چې په دغه هېواد کې دغره ګرځېدنې ورزش وده وکړي .
ورزشکاران هم افغانستان ددغه ورزش لپاره ډير مناسب بولي . او هلې ځلې کوي  چې دغه ورزش دځوانانوتر منځ  پراخ کړي .
ددغه ټيم غړي اميري وايي  چې دپغمان غره ته  ختل ده ته  ډير خوندور و.
هغه زياته کړه  چې ورزشکارانو وکولاى شول  په ٢٤ ساعتو کې خاص ډنډ ته  چې دپغمان  اودشکردرې دغرونو ترمنځ موقعيت لري  ورسوي ، اوشپه هلته تېره کړي .
ددغه فدراسيون  فني مرستيال  رومل حيات وايي  چې دغه فدراسيون  هلې ځلې کوي  چې له افغانستان څخه متفاوته څېره  نړيوالو ته معرفي کړي .
هغه زياته کړه که چېرې  ددغې برخې دورزشکارانو دلارې پرسر  چلنجونه لري شي  هغوى کولاى شي  لوړو غرونو ته هم ځانونه ورسوي .
دافغانستان دغره ګرځېدنې فدراسيون په  ١٣٩١لمريز کال کې جوړ شو .
سره له دې چې په افغانستان کې دغره ګرځېدنې  فدراسيون  له جوړولو څخه  لنډ وخت  تېرېږي خو دغو ورزشکارانو وکولاى شول  چې څو نړيوالې جايزې هم ترلاسه کړي .
ختم _ج –اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.