11 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دهېوادرزمي ورزشکار دپرله پسې دويم کال لپاره په لومړى مقام کې پاتې شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / دچنګاښ ١١مه / باختر :
دهېواد حرفه يي ورزشکار حسين بخش صفري  ، دپرله پسې  دويم کال لپاره دجوجيتسو  دنړيوال فدراسيون  دازادې مبارزې په برخه کې  لومړى مقام وګاټه .
  دباختراژانس  دخبرله مخې، دصفري  نوم تېرکال  هم دجدول په سرکې و .
جوجيتسو يو رزمي  هنر اوپه اصل کې  جاپاني دى . او دجوجيتسو  تمرين  هدف له ټول بدن څخه استفاده دوسلې په توګه دمقابل لورى اودضربې هدف ده . حسين بخش  صفري په دغه ورزشي  برخه کې  ځلانده کارنامې  لري .
هغه دجوجيتسو  په نړيوالو  سياليو کې  چې په هند کې  ترسره شو خپلو دريو سيالانو  ته په ماتې سره د سرو زرو درې مډالونه ترلاسه کړل .
دغه راز په اسيايي  لوبو په سالون کې دننه دترکمنستان په عشق اباد کې د ٢٠١٧رزمي کال هنرونه چې ترسره شوي دي  وکولاى شول چې ددغوسياليو  دسرو زرو مډال ترلاسه کړي .
حسين بخش صفري دتېرکال دجوجيتسو  په اسيايي   سياليو کې چې د مغلستان هېواد په اولان باتور ښار کې دفول کونتکت يا د جوجيتسو  ازادې مبارزې کې دسرو زرو په مډال او دجوجيتسو دمبارزو په برخه کې  د برونز مډال ترلاسه کړ .
  ختم _ شکريه_ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.