06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د کرکټ سيالۍ د ننداره کوونکو له شتون پرته پيلېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د چنګاښ ٢٢ مه / باختر
د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي بېړنۍ کمېټې له ننداره کوونکو پرته د کرکټ سياليو د ترسره کولو اجازه ورکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ څه موده وړاندې د افغانستان کرکټ بورډ حکومت ته وړانديز کړى و چې د کرکټ سياليو د ترسره کولو اجازه ورکړي.
د کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي کمېټې په غونډه کې د هېواد د کرکټ بورډ د وړانديز په اړه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د کرکټ سيالۍ دې د ننداره کوونکو له شتون پرته پيل شي او د نورو ورزشي څانګو پر فعاليت، راتلونکې اوونۍ د کابينې په غونډه کې خبرې کېږي.
ختم - ج - اکرم

Last modified on Sunday, 12 July 2020 09:48

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.