21 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې د کرونا ویروس ۳۲ نوې پېښې ثبتې شوې

کابل د تلې ۳۰ باختر په هرات کې په تېرو ٢٤...

په هرات کې د مزداخان لرغونی ډنډ مرمت او بیا رغول کېږي

هرات د تلې ۳۰ باختر په هرات کې د مزدا خان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په سمنګانو کې د آزادو مبارزو سيالۍ پيل شوې

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)
کابل / د وږي ۳۰ مه / باختر د آزادو مبارزو (فري فايټ) د ورزشي سياليو لومړى پړاو پرون په سمنګانو کې پيل شو. د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ دغه سيالۍ د (شهيد ډګرجنرال احمد خان سمنګاني) جام ترنامه لاندې د ايبکو ښار په جمنازيوم کې پيل شوې. په سمنګانو کې د (او.اف.سي) سازمان استازي محمد محمدي وويل چې دغه سيالۍ د ياد سازمان په همغږۍ او د والي د مرستيال صفت الله سمنګاني په مالي ملاتړ، د کابل، سمنګانو، بلخ، فارياب، بغلان او کندز د ٥٠ ورزشکارانو په ګډون، له ٢٥ څخه تر ٧١ کيلوګرامه پورې وزنونو سره پيل شوې. خبرځاى زياته کړه چې په جمنازيوم کې د سيمه ييزو مسوولينو په ګډون زرو نندارچيانو هم برخه اخيستې وه. په ٥٤ کيلوګرامه وزن کې ٢٢ کلن ځوان مصطفى چې خپل بلخي سيال ته ماتې ورکړه؛ وويل چې په دغو سياليو کې د شپږو ولايتونو ورزشکارانو د لومړي ځل لپاره سيالي وکړه. ختم- شکريه -اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.