29 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سپين غر بازانو او د موج هاى آمو ټيمونه سيالي کوي

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۵ مه / باختر
د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ سياليو په دوام، د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د سپين غربازانو او د (موج هاى آمو) ټيمونه سيالي کوي.
په لومړى ګروپ کې د (شاهين آسمايي) او د ميوند اتلانو ټيمونو پرون لوبه وکړه چې  د (شاهين اسمايي) ټيم د صفر په وړاندې په درېيو سره د ميوند اتلانو ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون د خپرونو مسوول او وياند فېروز مشعوف باختر آژانس ته وويل: د (شاهين اسمايي) او د ميوند اتلانو په تېرو اوو کلونو کې د فوټبال د غوره ليګ له ځواکمنو ټيمونو څخه دي.
دوه کاله کېږي چې د (شاهين آسمايي) ټيم اتلوالي د (توفان هريرود) ټيم ته ورکوي.
د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ سياليو نهم فصل د پنجشنبې په ماښام په کابل کې پيل شو.
ختم- ج -اکرم

Last modified on Saturday, 26 September 2020 11:39

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.