29 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان او آستراليا ترمنځ ټسټ لوبې وځنډول شوې

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)

کابل / د تلې ۵ مه / باختر
د افغانستان او آستراليا  د کرکټ ټيمونو ترمنځ د ټسټ پلان شوې لوبې راتلونکي کال ته وځنډول شوې.
د آستراليا د کرکټ بورډ نن اعلام وکړ چې د آستراليا او نيوزرلند د ټيمونو ترمنځ د يوه ورځنۍ سياليو لړۍ هم ځنډول شوې ده.
د آستراليا کرکټ بورډ وايي چې د دغو لوبو د ځنډولو پرېکړه د کروناويروس د خپرېدو په دليل د مديره پلاوي له درېيو غونډو وروسته وشوه.
د هېواد د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک باختر آژانس ته وويل چې ټاکل شوې وه د افغانستان او آستراليا د کرکټ ټيمونه خپل ټسټ لوبې د نوامبر له ٢١ مې څخه پيل کړې، خو د کروناويروس د بيا خپرېدو په دليل دغه لوبې تر راتلونکي کال پورې وځنډول شوې.
ختم- ج -اکرم

 

Last modified on Saturday, 26 September 2020 11:37

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.