29 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په بلخ کې د کرکټ یو لوبغالي جوړېږي .

Written by  Waleed
Rate this item
(0 votes)
کابل / دتلې ۸مه /باختر د افغانستان د کرکټ بورد په بلخ کې د کرکټ د یو لوبغالي د جوړولو خبر ورکړ . ټاکل شوې ده دغه لوبغالی په مزار شریف ښار کې په نړیوالو معیارونوسره جوړ شي . د افغانستان د کرکټ بورد سرپرست نظیم جار عبدالرحیم زي د دغه لوبغالي د جوړولو د پروژې د څیړنې په وخت کې وویل چې د دغه لوبغالي په جوړولو کې ټول نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي دي . د کرکټ د دغه لوبغالي تاسیسات ، د لوبو د میدان تر څنګ ننداره کوونکو ته ځای ، اداري برخې، د تمرینونو او زده کړې لپاره خونې، د ورزشکارانو د ګرمولو لپاره به د کرکټ د زده کړې کانون په پام کې ونیول شي . دغه لوبغالی په یو وخت کې به د زرګونو ورزشکارانو ظرفیت ولري . په بلخ کې د کرکټ کلپونو د دغه لوبغالی له جوړولو هر کلی وکړ او د ځوانان په منځ کې یی د د غه ورش د ودې سبب وباله . دا په داسې حال کې ده چې اوس د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د کرکټ د څو لوبغالو د جوړولو کار دوام لري . پاى- سعیده

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.