21 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په نيمروز کې داوربند له اعلام سره ملاتړ وشو .

کابل باختر د غبرګولې دمياشتې ٣١ نيټه: دنيمروز ولايت...

د داعش ديارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل \باختر دغبرګولي دمياشتې٣١ نيټه : ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د غبرګولې دمياشتې ٣١ نيټه: دنيمروز ولايت يوشمير عالمانو پرون په يوه غوڼډه کې داوربند له اعلام سره خپل ملاتړ څرګند کړ . دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې دنيمروز والي انجنير محمد سميع دپوځيانو او دطالبانو دډلې له خوا داوربند د رعايتولو له امله په مننې سره وويل داوربند اعلام وښودله چې دهېواد ټول خلک له جګړې څخه ستړي شوي دي اوپه هېواد کې ددايمي او هميشنۍ سولې غوښتنه کوي . دنيمروز والي زياته کړه دهېواد دجمهور رييس له لارښوونې سره سم به اوربند ته دوام ورکړو او څرنګه چې په سوله کې خير سوکالي ارامي او نيکمرغي نغښتې ده له ټولو وسله والو مخالفانو څخه غواړو چې له اوربند سره دملاتړ له لارې ددايمي سولې دخبرو لپاره زمينه برابره کړو . په دې غونډه کې دنيمروز ولايت دحج او اوقافو رييس مولوي حزب الله مولوي زاده له اوربند سره دملاتړ داعلامولو په ترڅ کې ددايمي اوربند په ټينګښت کې دانحطاف مننې غوښتنه وکړه او سوله يې ډير ستر الهي نعمت وباله . پاى_ ذکرالله
کابل باختر د غبرګولې دمياشتې ٣١نيټه : دهېواد په بېلابېلو سيموکې پنځوسو تنو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده دملي دفاع وزارت . باختراژانس ته دخپرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهېواد ملي ، دفاعي او امنيتي ځواکونو دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په موخه اووه ګډ يرغليز او پلان شوي چاڼيز عمليات ، ٨٧ کوماندويي خاص عمليات ، يوه شپني عمليات او درې هوايي ګوزارونه دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره کړل او هوايي ځواکونو شپيته الوتنې دملي اردو دځواکونوپه ملاتړ ترسره کړل چې له امله يې ٢٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢٣ تنه ټپيان ،څلور تنه نيول شوي او يوتن دملي اردو ځواکونو ته تسليم شوى دى . دغه عمليات دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، لغمان ، غزني ، پکتيا ، بادغيس ، فراه ، فارياب ، سرپل او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول . پاى \ ذکرالله\
کابل \باختر دغبرګولي دمياشتې٣١ نيټه : د ننګرهار او کونړ ولايتونو په مربوطاتوکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په جلاجلاعملياتوکې ديارلس تنه داعشيان ووژل شول. د٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه عمليات د ننګرهار ولايت د اچين ،خوږياڼيو او هسکې مينې په مربوطاتو او د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې ترسره شول چې له امله يې ديارلس تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول او د هغوى يوه پيکا او دوه کلاشينکوفونه د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي . پاى \ ذکرالله \
ګرديز \باختر دغبرګولي دمياشتې٣١ نيټه : دپکتيا ولايت د امنيت آمر وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وويل چې دوى کولاى شي له وسلې پرته د دغه ولايت ښار او ولسواليو ته لاړ شي. د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال دادالله له باختر آژانس سره مرکه کې وويل: وسله وال طالبان کولاى شي د دولت له خوا اعلام شوي لس ورځني اوربند څخه په استفادې سره د دغه ولايت ښار او ولسواليو ته لاړ شي . دپکتيا ولايت د امنيت آمر د دغه ولايت له خلکو څخه وغوښتل چې له وسله والو طالبانو سره په سوله ييز ډول د اوربند د غځولو په باب خبرې وکړي. ده زياته کړه چې ټول امنيتي ځواکونه د اوربند په موده کې په دفاعي حالت کې دي . دغه راز دپکتيا ولايت اوسيدونکو د اختر په ورځو کې د امنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ د رامنځته شوي اوربند ملاتړ وکړ او د وسله والو طالبانو له خوا يې هم د اوربند غوښتنه وکړه . پاى \ ذکرالله\
کابل \باختر دغبرګولي دمياشتې٣١ نيټه : په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو په سنګرونو د هېواد د هوايي ځواکونو بريدونه دوام لري . په نويو هوايي بريدونو کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول. په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو؛ دلښکرګاه ښار ته څېرمه بريد وشو. د هېواد په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: دهېواد دهوايي ځواکونوپه دغو بريدونوکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دهغوى څو مرکزونه دړې وړې شول . ديوبل خبرله مخې: پوځيانو په هلمندولايت کې د وسله والوطالبانو د جنګي وسايلو د دريو ډيپوګانوپه کشفولو بريالي شول. دغه ډيپوګانې دلښکرګاه ښارته څېرمه او په ګرشک ولسوالۍ کې ساتل کيدې چې له هغو څخه يوشمېرسپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې دي . په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمندولايت کې د يولړ چاودنو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه . امنيتي مامورينو نن سهار دلښکرګاه ښار له شاوخوا سيمو او د ګرشک ولسوالۍ له مربوطاتو څخه شپږ ماينونه چې د وسله والوطالبانو له خوا په ګڼ ميشتولارو کې ښخ کړاى شوي و؛ کشف او شنډکړل. پاى\ ذکرالله \
کابل \باختر دغبرګولي دمياشتې٣١ نيټه : افغان پوځيانو په ننګرهار ولايت کې د وسله والو طالبان د يولړ چاودنو د ترسره کولو طرحه ناکامه کړه. امنيتي مامورانو نن سهار شپږ ماينونه دننګرهار ولايت له ګڼ ميشتو لارو څخه کشف او شنډکړل. د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي . په يو بل خبر کې ويل شوي دي چې افغان پوځيان په ننګرهار ولايت کې دوسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د يوې ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي. د وسلو دغه ډيپو په اچين ولسوالۍ کې د ډار اچوونکوپه پټنځي کې ساتل کيده. له دغې ډيپو څخه يوشمېر سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي. سيمه ييز مقامات وايي چې وسله والو داعشيانو له دغې ډيپو څخه په ډار اچوونکو فعاليتونوکې استفاده کوله . پاى \ ذکرالله\
دجلال آباد ښار \باختر دغبرګولي دمياشتې٣١ نيټه : په ننګرهار ولايت کې د داعش د ډلې درې تنه غړي په نويو هوايي بريدونوکې ووژل شول. په دغو داعشيانو تېره شپه د هسکې مينې او خوږياڼيو په ولسواليو کې د هغوى په پټنځيو هوايي بريدونه وشول. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: په دغو هوايي بريدونو کې درې تنه داعشيان ووژل شول. ده وويل: دغه داعشيان کله چې د يولړ ډار اچوونکو فعاليتونوپه ترسره کولو بوخت وو، پرې هوايي بريدونه وشول. په دغو بريدونوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى . پاى\ ذکرالله\
کابل\باختر دغبرګولي دمياشتې٣١ نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د پوهنې په برخه کې د GIZ موسسې د مسلکي او تخنیکي زده‌ کړو د پراختیا د مسوول ډاکټر ګوستف رېیر د هڅود تقدیرولو په موخه نوموړي ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ. د جمهور رئيس د وياند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې مناسبت د ارګ په دلکشا ماڼۍ کې جوړو شویو مراسموکې لومړی د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر ډاکټر ګوستف رېیر ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال د ورکړې په اړه د جمهور رئیس فرمان ولوست. په فرمان کې راغلي "ښاغلي ډاکټر ګوستف رېیر د مسلکي او تخنیکي ښوونې او روزنې او همدا راز د یوه ښه او کیفیت لرونکي ښوونیز سیستم د رامنځته کولو په برخه کې د پام وړ هلې ځلې کړې او له همدې امله د هغه د غوره کړنو د قدردانۍ په موخه نوموړي ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال، ورکړه منظورم." وروسته جمهوررئیس غني وویل، د مترقي ټولنې د لرلو لپاره تعلیم او په ځانګړي ډول تخنیکي تعلیمات ډېر مهم دي او په دې برخه کې یې د ډاکټر ګوستف رېیر او د GIZ موسسې د هلو ځلو مننه او د افغانانو د تخنیکي پوهې په زیاتولو کې یې د جرمني دولت د همکاریو قدرداني وکړه. ورپسې په افغانستان کې د GIZ موسسې د مسلکي او تخنیکي زده‌کړو پروګرام د پراختیا مسوول ډاکټر ګوستف رېیر د دغه مډال ورکړه د ځان لپاره یو ویاړ وباله او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې به د تخنیکي تعلمیاتو په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.# پاى_ذ
کابل \باختر دغبرګولي دمياشتې٣١ نيټه : د ننګرهار،کونړ او غزني په ولايتونوکې ۳۶ تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده د افغانستان ملي دفاعي اوامنيتي ځواکونو په تيرو۲۴ساعتونو کېاووه ګډ تعرضي او يو ځانګړی عمليات د ننګرهار، غزني، بادغيس، فراه، فارياب او هلمند په ولايتونوکې په لاره اچولي، هوايي ځواکونو ۴۷پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او اته هوايي بريدونه د دښمن د ځالو د له منځه وړلو په موخه تر سره شوي دي . د هغو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې چې د سولې او امنيت د ټينګښت او ددښمن د ځالو د له منځه وړلو په موخه د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار ولايت د هسکې مينې، اچين او خوږياڼيو او د کونړ ولايت د څوکۍ په ولسواليوکې تر سره شول، ۲۳ تنه داعشيان وژل شوي او د دښمن دوه قرارګاوې له منځه وړل شوې دي . دغه راز د ملي اردو د ځواکونو او د وسله والو ترهګرو ترمنځ د نښتې پرمهال د غزني ولايت د مقراو زنه خان په ولسواليو کې۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او درې تنه يې ټپيان شوي او د دښمن يو شمېر وسلې او مهمات په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاسته راغلي دي. پاى \ ذکرالله \
د هرات ښار\باختر دغبرګولي دمياشتې٣١ نيټه : په هرات ولايت کې دوه تنه په پرچون ډول د نشه يي توکو د پلورنې په تور ونيول شول . دغه کسان د انجيل او ګذرې ولسواليو اوسيدونکي دي چې له ٣٣٤ پوريو هيروئين او شيشه يي ډوله او ٥٧٦ ګرامه هيرويين ډوله نشه يي توکوسره په دغې ولسوالۍ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې دکارکوونکو له خوا ونيول شول چې د زياتو تحقيقاتو په خاطر تر څارنې لاندې دي. د هرات ولايت يوه امنيتي خبرځاى د باختر آژانس خبريال ته وويل: نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو تحقيقاتوکې د نشه يي توکو د پلورنې په لسګونو مواردو او په روږدو کسانو د نشه يي توکو په پلورلو اعتراف کړى دى . پاى \ ذکرالله\
Page 1 of 6545