15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: د اسپانيا د بارسلونا د فوټبال ټيم...

پنځه پوځيان  په دايکنډي کې شهيدان شول

پنځه پوځيان په دايکنډي کې شهيدان شول

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: پنځه پوځيان تېره شپه په دايکنډي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-کابل/ د زمري ۲۵ مه / باختر
افغان ولس په دوحه کې له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو د پیل لپاره شېبې شماري. حکومتي مسوولین وایي چې د دغو خبرو د پيل لپاره یې پوره چمتووالی نیولی دی.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د سولې مشورتي لویې جرګې د طالبانو د پاتي ۴۰۰ بندیانو د خلاصون پرېکړه وکړه او په دې توګه له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره سترخنډ لرې کړای شو. حکومت وایي چې د دغو خبرو د پيل لپاره یې بشپړ تیاری نیولی دی. طالبانو هم د خپل تیاري ډاډ ورکړی دی. د دغو خبرو  ارزښت تر هرڅه وړاندې په دې کې نغښتی چې افغانان د خبرو یو مېز ته سره کېني او له ژباړونکي پرته به په پښتو او دري د خپلو ملي مسایلو په اړه بحث کوي.  منو چې د ځینوبهرنیو لوبغاړیو نقش له پامه غورځېدای نه شي؛ خو اصلي خبرې به افغانان کوي، استدلال به هم دوی کوي او هر لوری به د خپل دریځ د دفاع لپاره چنې وهي، دلایل به راوړي او بل لوري ته به د قناعت ورکولو کوښښ کوي. خبرې د ستونزو د حل تر ټولو غوره لاره ده او هېڅ معقول بدیل نه لري.
مهمه داده چې خبرې له همغه پیله سم لوري ته روانې شي. له دې امله د خبرو د پيل غونډې ستر ارزښت لري. په دغو غونډو کې تر هرڅه وړاندې ښکیلولوریو  ته د یو بل اخلاص، صداقت او رښتینولي معلومېږي او دا کټ مټ هغه څه دي چې د خبرو د بري لپاره ټاکونکی ارزښت لري. له دې امله دواړه لوري باید له یو منظم پروګرام سره د خبرو مېز ته لاړشي. دواړو لوریو پوره  وخت درلود چې دغو خبرو ته تیاری ونیسی. د سولې وزارت چارواکي وایي چې د مرکچي پلاوي ټولو غړیو د دغو خبرو د پيل لپاره تیاری نیولی دی. د مرکچي پلاوي غړیو د افغاني ټولنې د بېلابېلو اقشارو له استازیو سره کتلي دي، د هغوی نظریات یې اورېدلي دی او تر ټولو مهمه دا چې د سولې مشورتي لویې جرګې د مرکچې پلاوي لپاره ټول هغه بنسټیز ټکي په خپل پرېکړه لیک کې راټول کړي دي، چې د مرکچي پلاوي غړي یې باید له طالبانو سره په خبرو کې مطرح کړي.  غوره به دا وي چې که کومه ورځ نیمه لا د خبرو پیل ته پاتې وي، نو باید د مرکچي پلاوي غړیو ته د خبرو د پرمخ بیولو روزنیز پروګرامونه جوړشي. منو چې دغه راز پروګرامونه به مخکې جوړشوي وی، خو د خبرو د پيل په درشل کې هم ورته ستره اړتیا ده.
اوس د خبرو پرمخ بیول یوه علمي موضوع ده. د نړۍ ګڼ معتبر څېړنیز مرکزونه او بنسټونه د مذاکراتو په اړه تحقیق کوي؛ مشهور څېړونکي د بېلګې په توګه دغه یا هغه مذاکرات رااخلي، هغه څېړي، پياوړي او کمزوري اړخونه یې رااخلي. غوره به وي که اړوند مسوولین دغه راز بېلګې له مرکچي پلاوي سره شریکې کړي.
د افغانانو تمه دا ده چې دواړه لوري له دغو خبرو سره مسوولانه چلند وکړي او دا تپل شوې جګړې ته د پای ورکولو لپاره یو ښه فرصت وبولي. په لومړۍ غونډه کې باید دوی د افغانانو لپاره یو ښه زېری ولري او هغه په هېواد کې د سراسري اوربند ټینګول دي.
پاى- ن.ش.

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
پوځيانو  د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د بريد طرحه شنډه کړه او څوکلي يې  له امنيتي گواښونو څخه وژغوره .
  د  ٢١٧ پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي  جمال باختراژانس ته وويل  پوځيانو  د وسله والو طالبانو بريد چې له څو ورځو راپديخوا د اشکمش په ولسوالۍ دوام درلود شنډ کړ.
جمال زياته کړه  چې د وسله والو طالبانو د بريد د شنډولو ترڅنګ د اردوزيا ،بر قشقري، کوز قشقري، برخوشکي، کوز خوشکې ، زرموغ ، فخرک ،او د فخرک  قندهاريانو کلي تر امنيتي ګواښونو لاندې و ،  د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړل .   ختم_ ج –اکرم

کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
پنځه وسله وال  طالبان په روزګان کې  د نوې جګړې په بهير کې ووژل شول .
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه کله يې چې غوښتل ترينکوټ ښار ته څېرمه پر يوې امنيتي پوستې يرغل وکړي بريد وشو .
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيودفترد يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي  چې په دې جګړه کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي په دغو وسله والو طالبانو کله يې چې غوښتل د ترينکوټ ښار ته څېرمه د پوځيانو پر يوې پوستې يرغل وکړي له ځمکې او هوا څخه برېدونه وشول .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب  څه نه دي ويلي .
ختم _ ج _اکرم

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
د دولت زي د واليبال ټيم  دننګرهار دواليبال دسيالۍ اتل شو.
دغه ټيم  په پايلوبه کې وکولاى شول  د شولانه ټيم ته ماتې ورکړي اود اتلوالى جام وګټي.
  دغه سيالۍ د ننګرهار د ٢٤ ټيمونو ترمنځ د سولې په نامه په چپرهارولسوالۍ کې ترسره شوې وې .
د ننګرهار د ورزش ادارې مسوول باختراژانس ته وويل دغه سيالۍ سولې او د ځوانانو ترمنځ د ورزش  د ودې په خاطر  ترسره شوې وې .
  ختم _ ج _اکرم

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
په ننګرهار ولايت کې له ١٧٠٠ کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
دغه کورنى زياتره د کرونا ويروس  د خپرېدو په دليل خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.
د ننګرهار د مهاجرينو د راستنولو د چارو رييس نجيب الله قيومي  چې دغه مرستې ويشلې وايي  په دې پړاو کې مرستندويوبنسټونو له ١٧٠٥ کورنيو سره  د نغدو پيسو مرسته وکړه .
هغه وويل په هرې کورنى ٢١٥٠٠ افغانۍ نقدې پيسې وويشل شوې .
دغه کورنى په کوټ ، بټي کوټ اود روداتو په ولسواليو کې  په خراب اقتصادي حالت کې ژوند کوي .
ختم _ ج _اکرم

-کابل د زمري ۲۵ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دولت مذاکره کوونکي پلاوې رییس ویلي دي چې پرفوزیه کوفي د برید څرنګوالی څېړل کېږي.
د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې، د ولسي جرګې پخوانۍ ، سیاسي فعال استازې او د سولې د خبرو اترو د پلاوې غړې پر فوزیه کوفي د جمعې په ماښام د کابل د شکردرې ولسوالۍ په چشمه دوغ سیمه کې برید وشواو لاس یې تپي شو، د دې روغتیايي حالت ښه بلل شوی دی .
د سولې د خبرو اترو د پلاوې  رییس معصوم استانکزی وايي چې د سولې د خبرواترود پلاوې غړې د برید څرنګوالی څېړل کېږي .
په همدې حال کې د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پرفوزیه کوفۍ برید وغانده او له امنیتي بنسټونو څخه وغوښتل چې د دغې پېښې عاملین وپېژني او ویې نیسي .
د سولې د خبرو اترو د پلاوې غړې فوزیه کوفي په داسې حال کې پرې وسله وال برید وشو چې د ځېنې رپوټونوله مخې ټاکل شوې ده په قطرکې په نږدي ورځوکې د دولت او طالبانوترمنځ مخامخ خبرې اترې پیل شي ختم ع

 کابل / د زمري ۲۵ مه / باختر
په خوست کې پرون د کرکټ د ولایتي غوره جام ۵۰ آوریزې سیالۍ ترسره شوې.
د هېواد د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فرید هوتک د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په دغو سیالیو کې ولایتي غوره ټیمونه ګډون لري.
هغه وویل چې د دغو سیالیو په لومړۍ ورځ د فاریاب او ننګرهار ټیمونو د قندهار او میدان وردګو پر ټیمونو بریالي شول.
ټاکل شوې ده نن د هلمند او  کابل ټیمونه د خوست او بلخ له ټیمونو سره لوبه وکړي.
هغه زیاته کړه: دغه سیالۍ چې د یوې اوونۍ لپاره دوام کوي؛ د اتو ولایتونو ټیمونه پکې ګډون لري.
پای/سعیده

-اسلام اباد/ دزمري ٢٥مه /باختر:
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د اسرائيلو اواماراتوترمنځ د رسمي اړيکوپه پيل  په غبرګون سره اعلام وکړ  چې ابوظبي د مشرانو دغه تصميم  به  بدې پايلې رامنځته کړي .
د ډان نيوز د خبرله مخې؛ د پاکستان  د بهرنيو چارو د وزارت وياند  زاهدحفيظ  د اسرائيلو اواماراتو ترمنځ د رسمي اړيکو د پيل په غبرګون کې هغه د سيمې لپاره د ستروپېښو عامل وباله .
هغه څرګنده کړه  د اماراتو دغه تصميم به  د سيمې ټولو هېوادونوته بدې پايلې ولري .اوشرايط پيچلى کوي .
زاهد حفيظ وويل د کشمير خلکو ته د خپلواکى حق د پاکستان  مهمه غوښتنه ده اواسلام اباد په منځني ختيځ او د اسيا په لويديځ کې د سولې اوثبات پلوي دى .
هغه زياته کړه ټول بايد د ملګروملتواو د اسلامي همکاريو د سازمان پريکړې رعايت کړو .چې زياتې ستونزې په سيمه کې رامنځته نه شي .
د يادونې وړ ده چې  د اماراتو او اسرائيلو ترمنځ د رسمي اړيکوله پيل وروسته  ټاکل شوې ده د دواړو لوروتجارتي اود ګرځندوى هيئتونه  د معاملاتود زياتوالي لپاره تفاهم ليکونه لاسليک کړي .
امريکا له اماراتو څخه د نوروعربي هېوادونو د پيروى غوښتنه وکړه . او هغه يې  يو ښه اقدام وباله .
  ختم_ ج _اکرم

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
د ارملک _ لامان سړک د جوړولو اوپخولو کار چې د هېواد په لويديځ کې د حلقوي سړک يوه برخه جوړوي اود شمال دهليز په نامه يادېږي  ډېرژر بشپړېږي.
د هېواد د فوايد عامې وزارت يو مسوول  باختراژانس ته وويل دغه پروژه چې له کرخ ولسوالۍ څخه پيل شوى دى اود بادغيس تر لامان سيمې پورې دوام کوي د څه دپاسه  ٥٠ کيلومتره اوږدوالى او١٠ متره سورلري  په هغه کې  ١٩٦پلګي اواستنادي ديوالونه شامل دي
هغه وويل د دغې پروژې  په بشپړېدو سره د منځني اسيا هېوادونو او له دغو هېوادونوڅخه افغانستان ته د تجارتي مالونو لېږدرالېږد اسانه کېږي.
ختم_شکريه_اکرم

 

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
د دوو نجونو مړى تېره شپه ناوخته د پروان مرکز چاريکارو ښارته څېرمه وموندل شول.
د پروان د والي وياندې وحيدې شهکار باختراژانس ته وويل چې د دغو نجونو مړي چې  ١٨ او ٢٠کلنې  وې  د پروان مرکز توغبردي کلي عمومي واټ کې وموندل شول .
هغې وويل تراوسه پورې د دوى د وژلو انګيزه نه ده څرګنده شوې خو د پوليسو څېړنې په دې باب پيل شوي دي .
داپه داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم دغه راز يوه پېښه په پروان کې شوې وه .
ختم_شکريه_اکرم

Page 2 of 8944