15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: د اسپانيا د بارسلونا د فوټبال ټيم...

پنځه پوځيان  په دايکنډي کې شهيدان شول

پنځه پوځيان په دايکنډي کې شهيدان شول

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: پنځه پوځيان تېره شپه په دايکنډي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
١٤ وسله وال طالبان پرون د بادغيس د قادس ولسوالۍ په ځينوبرخوکې ووژل شول او ١٣ نور يې ټپيان شول .
د هېواد په لويديځ کې د  ٢٠٧ظفر قول اردو مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره رسنيو ته وويل چې دغه طالبان هغه وخت د قادس ولسوالۍ په ځينو برخوکې ووژل شول  چې د پوځيانو پر پوستو يې بريدوکړ .
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغونښتو کې  ١٤وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣ نور يې ټپيان شول
هغه زياته کړه چې د اوو طالبانو مړي تراوسه پورې د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
  په دې نښته کې د ولسي پاڅون  يوغړى هم شهيد شو .
  ختم_ ج _ اکرم

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
درې پوځيان  تېره شپه په کاپيسا کې له وسله والو طالبانو سره  په نښته کې  شهيدان شول .
د کاپيسا د پوليسو وياند باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې د ملي اردو دکنډک  قوماندان له دووملګرو سره يې په تګاب ولسوالۍ کې شهيدان شول او د پوليسو څلورنور سرتيري ټپيان شول
د يوبل خبرله مخې ؛د دغه ولايت  په نجراب ولسوالۍ کې يو ځوان هلک خپل ځان زندۍ کړ او ووژل شو .
خبرځاى زياته کړه چې دغه ځوان هلک په خپل کور کې  خپل ځان په رسۍ زندۍ کړى دى چې تراوسه پورې د دغې پېښې  علت څرګند نه دى .
  د يوبل خبرله مخې ؛ د کاپيسا پوليسو د يوې  ٢١ کلنې ښځې مړى د محمود راقي  ښار په جلدک  سيمه کې وموند او په دې باب څېړنې پيل شوي دي.
  ختم _شکريه _اکرم

کابل د زمري ۲۵ باختر
کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی نن د کابل ښار د څلورمې ناحیې له یوشمېر مشرانو او اوسېدونکو سره په کتنه کې د ښاري ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې لومړى د کابل ښار د څلورمې ناحیې یوشمېر اوسېدونکو په دې ناحیه کې په پاخه او اساسي ډول د سړکونو، کانالونو، ویالو، د کثافاتو د لرې کولو او د غیرقانوني ودانيو د جوړولو د مخنیوي په اړه خپلې ستونزې مطرح کړې.
دغه راز د وسله والو قواوو له څلورلارې څخه د شمالي سرای تر چوکه پورې د سلطان محمود غزنوي واټ د خطوطو دوام، د څارندوی بلاکونو پر واندې د کوڅو پخول او د سېد ناصري د نجونو لېسې پر وړاندې د هوايي پله جوړول د څلورمې ناحیې د اوسېدونکو هغه ستونزې وې چې له کابل ښاروال سره يې شریکه کړې.
کابل ښاروال د يادو کسانو د ستونزو له اورېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل چې د څلورمې ناحیې په کچه د ښاروالۍ د پروګرامونو په اجرا کېدو سره، شته ستونزو ته به رسيدګي وشي او د انډوليزو او مالي سرچينو د پراختیا په صورت کې به، بنسټیزې او رغنيزې پروژې عملي شي.
دغه راز کابل ښاروال د ښاري خدمتونو په تېره بیا د تجارتي ساحو د محصول د ورکړې په اړوند وویل چې کابل ښاريان باید له ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
کابل ښاروال وویل: کابل ښاروالۍ به د کابل ښار د څلورمې ناحیې د اوسېدونکو ښاري او محیطي ستونزې وپېژنې او د لرې کولو په خاطر به یې اقدام وشي.
ختم/ع

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
په پنجشير کې په لسګونو ځوانان په نشه يي توکو روږدي شوي دي .
د ترلاسه شوي شمېر له مخې د پنجشير له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو له خوا په دغه ولايت کې  ٢٩٦ځوانان په پودر ډوله نشه يي  توکوروږدي شوي دي.
د پنجشير د پوليسو قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې مدير سمونمل عاصم ګلستان وويل  چې ترلاسه شوي شمېر د پنجشير  مرکز د بازارک  له اوو ولسواليوڅخه ثبت شوي دي .
په همدې حال کې د پنجشير د عامې روغتيا رياست وايي چې دغه رياست د روږدو په خاطر د يو روغتون په لرلو سره په تېره بيا د دوى  د درملنې هڅې کړي دي.
د پنجشير د عامې روغتيا رييس ډاکتر شيردل دانش وايي چې اوس  ٢٠ روږدي په دغه روغتون کې  بستر  دي  او  ١٣ نور هم په تمه دي .
هغه وويل چې د روږدوکسانو درملنه په دغه روغتون کې وارسره  ترسره کېږي.
ختم_ شکريه اکرم

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
د هېواد پوځيانو پرون د ډيورنډ کرښې په اوږدوکې پوځي تطبيقات ترسره کړل
دغه تطبيقات  د ډيورنډ کرښې په اوږدوکې د افغانستان اوپاکستان د اړيکو له خرابېدو وروسته ترسره کېږي .
دغه اړيکې وروسته له هغه خرابې شوې چې پاکستاني  پوځيانو د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن سيمانو د درولو ترڅنګ  د قندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په ځينوسيمو راکټي برېدونه وکړل  چې له امله يې د ماشومانوپه ګډون  شل تنه ملکيان شهيدان او ١٠٠ نور ملکيان ټپيان شول.
په دغو تطبيقاتو کې پلي ، کوماندو،ضربتي او سرحدي ځواکونو د هوايي ځواکونو په همغږى ګډون درلودل .
دغه ځواکونه د سپکو او درندو وسلو په کارولو سره خپله وړتيا نندارې ته وړاندې کړه .
د افغانستان د وسله والو  ځواکونو لوى درستيز جنرال ياسين ضيا له يوشمېر  جګپوړو پوځي قوماندانانو سره  دغه تطبيقات وڅېړل.
  جنرال ضيا وويل: زموږ پوځي تطبيقات د افغانستان  دوستانو او دښمنانوته يولړ پيغامونه لري .
زموږ بهرنيو دوستانوته دغه پيغام لري  چې زموږ امنيتي اودفاعي ځواکونه  لوړ جنګي اومسلکي وړتيا او ظرفيت لري .او ډاډ دې ولري چې دغه ځواکونه کولاى شي  د کورنيو اوبهرنيو دښمنانو د برېدونو په وړاندې  د افغانستان  د خلکواو د ځمکنى بشپړتيا څخه په مستقلانه ډول  دفاع وکړي .
دښمنانو ته زموږ د تطبيقاتو پيغام دا دى،  پوه شي چې له نه منونکو ماتې ، فوق العاده اوميړنيو ځواکونوسره  مخ دي .
هغه، کورنيو او بهرنيو دښمنانوته مستقيمه اشاره ونه کړه خو د افغانستان جګپوړي پوځي مقاماتو په وار وار پاکستان، بهرنى بالقوه دښمن او ډار اچوونکي ډلې يې د خلکوکورني دښمنان بللي دي .
کلونه کلونه کېږي چې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د هېواد ختيځې سيمې د پاکستان د توغنديزو او توپچي  برېدونو ډګر دى .
پاکستان دغه راز  ډيورنډ کرښې ته څېرمه  د اغزن سيمانو درولو ته دوام ورکړى دى  او په ځينو مواردو کې د افغانستان  په دننه کې  د پرمختګ او د ډار اچوونکو ډلو په ملاتړ ، سمبالولو او سازمان ورکولو اوافغانستان ته د ډار اچوونکو فعاليتونو د ترسره کولو لپاره  د هغو د استولو تور پرې لګول شوى دى
ختم _ ج – اکرم

-میدان وردګ دزمري ۲۵  باختر
ملي اردو پرون په میدان وردګو کې پنځه ماینونه کشف او شنډ کړل .
د ۲۰۳ تندار قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ایمل مومند د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دفاعي ځواکونو پرون د میدان وردګو د لومړۍ نمبر لارې په مربوطاتو کې پنځه ماینونه کشف او شنډ کړل .
مومند زیاته کړه چې دغه ماینونه د افغانستان د خلکو دښمنانو د ملکي  وګړو او د پوځي افرادو د وژلو په مقصد ځای پرځای کړي وو . سعیده

 ښرنه/د زمري۲۵مه/باختر
په پکتیکا کې ولسونو د اګست ۱۴ مه، د پښتنو، بلوڅو او افغانانو د وژنې د پیل توره ورځ یاده کړه او د دغه ولایت برملې ولسوالۍ کې یې له ډیورنډ کرښې سره نږدې لاریون وکړ.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبرله مخې، لاریون کوونکو د پاکستان د پوځ او ادارو خلاف شعارونه ورکړل.
سرچینه  زیاتوي چې لاریون کوونکو پاکستان د پښتنو او بلوڅو په وژنو او له بشري حقونو څخه په سرغړونه کې ښکېل وباله.
دوی په بابړه کې د سلګونو بې ګناه او بې وسلې پښتنو وژنه او په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مهم غړي عارف وزیر وژل کېدل، لویې غمیزې یادې کړې او په سختو ټکو یې وغندلې.
لاریون کوونکو پاکستان د نړۍ لپاره د سرطان دانه وبلله او دغه هېواد یې په بشري جنایتونو او قومي ټولوژنو کې ښکېل هیواد او د نړیوال تروریزم مرکز یاد کړ.
دوی زیاته کړه چې پاکستان دوه مخی سیاست لري او تل یې زموږ هېودوال د ویر پر ټغر کینولي دي.
دوی دغه راز په دې وروستیو کې د ډیورنډ هغې غاړې څخه د پاکستاني پوځیانو په توپونو او راکټي برېدونو د برملې د یو شمېر ځایي اوسېدونکو مرګ ژوبله هم وغندله.
د برملې مشران وايي چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځیانو د توپونو او راکټي برېدونو له امله د دې ولسوالۍ په یو شمېر کلیو کې شلو ځایي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
ویل کېږي د پاکستان د برېدونو له وېرې د برملې له یو شمېر سیمو لسګونه کورنۍ د پکتیکا نورو سیمو ته کډه شوې دي چې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
پای/وصال

 ښرنه/دزمري۲۵مه/باختر
دغه څرګندونې د پکتیکا مرستیال والي نن د ځوانانو نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.
مرستیال والي انجنیر شېربادشاه ارګوني وویل: ځوان باید په ټولنه کې د سولې او نورو پرمختګونو لپاره زیاتې هڅې وکړي چې په ټولنه کې شته نا خوالې پای ومومي.
په همدې حال کې ځوانانو وویل چې د خپل دولت کلک ملاتړي دي او په ټولو برخو کې به له دولت سره اوږه په اوږه ولاړ وي.
ځوانانو له سيمه ييز او مرکزي دولت نه غوښتنه وکړه چې دوی ته د زده کړو او کار زمینه برابره  کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس امان الله خپلواک هم  په ټولنه کې د ځوان په ارزښت خبرې وکړې او ځوانان یې د ټولنې د پرمختګ لپاره اړین قشروباله.
پای/وصال

-کابل / د زمري ۲۵مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر وویل: د هرات د پنځم څلي ترمیمول زموږ په لومړيتوب کې دي، باید دغه تاریخي څلى مرمت او ټينګ شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست هرات ته د خپل سفر د پروګرام په دوام پرون د هرات د تاریخي او فرهنګي اماکنو د کتنې په وخت کې دغه تکي بیان کړ.
زهیر د اړوندو ادارو مسوولینو ته لارښونه کړه چې ژر تر ژره اقدام وشي او د هرات د پنځم څلي د لوېدو مخه ونیول شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه راز وویل چې د سروې یو تخنکي ټیم دې هرات ته سفر وکړي او بېړني احتیاطې تدابیر ترلاس لاندې ونیول شي.
زهیر دغه راز د هرات د تا ریخي او مذهبي ساحو د ترمیماتي او مرمت کارۍ پروژې وڅارلې.
هغه په پروژو کې د کیفیت د ښه والي لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزیر د جهاد منظره هم وکتله او د خواجه عبدالله انصاري، ملکه ګوهر شاد بیګم، امام فخرالدین رازي، مولانا واعظ کاشفي او مولانا عبدالرحمن جامي مزار ته لاړ او د هغوی روح ته یې دعا وکړه. پاى- ع

 

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر:
دولس کسان دنشه يي توکو دقاچاقو او پلورلو په تړاو د هېوادپه  څلورو ولايتونو کې ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ؛ دبدخشان، کابل ،خوست او پروان له  نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو په څو جلا جلا عملياتو کې ١٢کسان دنشه يي توکو دقاچاقو او پلورلوپه تړاو د دغو ولايتونوپه بېلابېلو سيمو کې ونيول .
دنيول شويو کسانو له جملې  څخه پنځه يې د بدخشان په فيض اباد ښارکې د الکولي مشروباتو د پلورلو ، درې يې د خوست په مرکز کې او يو يې په پروان کې له سل ليتره الکولي مشروباتو او يوه اندازه نشه يي توکو( چرس او اپين )  سره نيول شوي دي.
دغه راز له نشه يي توکو سره د مبارزې د خاصې قطعې پوليسو درې نور قاچاق وړونکي له ٩ کيلوګرامه هيرويينواو اپينو سره د کابل ښار په دولسمې او اوولسمې ناحيو کې  ونيول .
  ختم_ شکريه _اکرم

Page 3 of 8944