16 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

٢٥ وسله وال طالبان په بغلان کې ووژل شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه ٢٥ وسله وال طالبان تېره...

سور صليب د څرخي پله د جېل روغتون سمبالوي

سور صليب د څرخي پله د جېل روغتون سمبالوي

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه د سره صليب استازي نن...

 په کابل کې د ډار اچونې په تور دوه  کسان ونيول شول

په کابل کې د ډار اچونې په تور دوه کسان ونيول شول

کابل / باختر/ د چنګاښ٢٥ مه د ملي پوليسو د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اسعد اباد/ باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
په کونړ کې د پوځيانو د توغندي په بريد کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول        او درې نور يې ټپيان شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره  شپه په غازي آباد ولسوالۍ کې بريد  وشو.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو د سيلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل، چې د پوځيانو د توغندي په بريد کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور يې ټپيان شول .
خبرځاى زياتوي، چې په بريد کې د وسله والو طالبانو يو مرکز هم له ټولو جنګي وسايلو سره  له منځه وړل  شوى دى .
پاى \ ذ \

کابل\باختر\ د چنګاښ ۲۵مه
د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې ۲۰ تنه د دولتي ځمکو دغصب په تور ونیول شول.
د څرخ ولسوال خلیل الله کمال د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې ګډو افغان ځواکونو د دغې ولسوالۍ په ډبر سيمه کې د څه باندې زر جريبه دولتي ځمکې د غصب په تور شل کسان نيولي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
پاى\وصال

کابل\باختر\ د چنګاښ ۲۵مه
۱۶ وسله وال طالبان پرون په فراه کې ووژل شول.
د فراه د امنیه قوماندان ویاند باختر آژانس ته وویل، چې ګډو افغان ځواکونو د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.
سرچينه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې ١٦ وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور يې ټپيان شوي دي.
پای شکریه خروټی

کابل\باختر\ د چنګاښ ۲۵مه
په غزني کې  تېره شپه  د ډار اچوونکو یوه مهمه قرارګاه له منځه یووړل شوه.
د ځانګړوعملیاتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وویل، افغان کومانډو ځواکونو د غزني د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې شپني عمليات ترسره کړي دي.
سرچينه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو يوه قرار ګاه، څو جنګي وسايل او سل کیلو ګرامه چاودیدونکي له منځه وړل شوي دي.
پای\خروټې

کابل\باختر\ د چنګاښ ۲۵مه
په لوګر کې تېره شپه ٩٠ وسلې کشف او ترلاسه شوې.
د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د مطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني د باختر اژانس خبریال ته وویل، چې کومانډو ځواکونو د لوګر په خروار ولسوالۍ عمليات ترسره کړي دي.
سرچينه زياتوي، چې په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو دري اتیا کلاشیکوفونه او اووه تومانچې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
نورستاني زیاته کړه، چې په عملیاتو کې درې مشکوک کسان هم نیول شوي دي.
سعیده

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو وزارت او د افغانستان د پرمختيا لپاره د رفاه  موسسې ( ودان )  په بې ځايه شويو کورنيو د بيړنيو  مرستو د وېش  او له توليداتو سره د ملاتړ او د بې ځايه شويو او راستنيدونکو کسانو د ژوندانه  د ښه والي په مقصد د همکارۍ دوه هوکړه ليکونه لاسليک کړل .
باختراژانس د مهاجرينو او راستيندونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ، چې دغه هوکړه ليکونه نن د مهاجرينو او راستنيدونکو  چارو وزارت د پاليسۍ او پلان معينيت د وارثي کوونکي  مهرخدا صبار او د يادې موسسې د مسوول په واسطه  د مهاجرينو او راستنيدونکو چارو  وزارت په مقر کې لاسليک شول .
خبرپاڼه زياتوي، د دغو هوکړه  ليکونو ټول ارزښت کابو شلو مليونو افغانيو ته رسېږي او د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګروملتو د سازمان دعالي کميشنرۍ  د ادارې له لوري تمويلېږي .
ياده  موسسه د دغو تفاهم ليکونو پربنسټ د ننګرهار ، کونړ ،لغمان اونورستان په ولايتونو کې له درې سوه  ډيرو زيانمنونکو کسانو د بشري مرستو انډي وېشي او په هرات کې بې ځايه شويو کورنيو ته د کار د زمينې د برابرولواو د ژوندانه د حالت د ښه والي  په مقصد د پنځوسو بې ځايه شويو کورنيو د توليداتو ملاتړ کوي.
د دغوهوکړه ليکونو دلاسليک کولو موخه د سختو اړو کسانو بيړنيو اړتياو ته ځواب ورکول او د ورځني ژوندانه د چارو د ترسره کولو لپاره دعايد  د ترلاسه کولو د وسيلې په توګه د کوچنيو مالي مرستو د وړاندې کولو  په واسطه له هغو ښځو سره ملاتړ دى چې له خطر سره مخامخې دي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د طالبانو د ډلې لس کسيزه شبکه په لغمان کې د سولې له بهير سره يوځاى شوه .
  دملا شاه ولي په مشرۍ  دغو کسانو مخکې له دې د لغمان په بېلابېلو برخو کې په ډار اچوونکو فعاليتونولاس پورې کاوه .
د لغمان والي محمد اصف ننګ د سولې له بهير سره د دغو طالبانو د پيوستون هرکلى وکړاو ويې ويل: د سولې بهير ته هر راز راستنيدونکي ته يوه نمره ځمکه ورکول کېږي څو خپل سوله ييزژوند له سره پيل کړي .
  د لغمان والي له ټولو طالبانو څخه وغوښتل چې له ورانکارۍ څخه لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي .
د سولې  له بهير سره يوځاى شوى قوماندان ملا شاه ولي د هغه څه له امله چې په تېرو وختونوکې يې د خپل هېواد اوخلکو په وړاندې  ترسره کړي و، پښيماني څرګنده کړه او ويې ويل: چې له دې وروسته به دامنيت په تامينولو او د هېواد په بيا جوړولو کې ونډه واخلي .
ختم_ عطاالله _اکرم

 

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د طالبانو  د ډلې يو حرفوي  ماين ايښودونکى  په فراه کې ونيول شو .
امنيتي مامورانو دغه سړى نن سهار له يوې اندازې  ماينونوسره د فراه ښار په مربوطاتو کې ونيوه .
په نيول شوي ډار اچوونکي د فراه د پوليسو له لوري  د لسګونو موردو مرګانيو ماين ايښودنو تور لګول شوى دى .
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختراژانس ته وويل: دغه ډار اچوونکي غوښتل د فراه ښار په يو واټ کې ماين ښخ کړي چې ونيول شو .
هغه وويل: نيول شوي ډار اچوونکي د فراه ښار په بېلابېلو سيمو کې په لسګونو مرګاني ماينونه ښخ کړي دي، هغه پيښې  چې له امله يې د ملکيانو په ګډون په لسګونو کسان پکې وژل شوي دي .
  ختم_ ف _ اکرم

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
د سترې محکمې  عالي شورا نن د سترې محکمې د رييس قانونپوه سيد يوسف حليم په مشرۍ  غونډه وکړه .
باختراژانس ته دسترې محکمې د خپرونو رياست د معلوماتو له مخې، شورا لومړى د قضايي ستاژ دکانکور ازموينې په خاطر دتياري په باب  چې ټاکل شوې ده دکانکور د ازموينو دملي ادارې په همکارۍ دچنګاښ دمياشتې  په ٢٨ نېټه واخيستل شي دقضايي  تعليماتو رياست رپوټ واوريد .
د وړاندې  شوي رپوټ پربنسټ دغوښتونکو نومونه په حضوري  ډول او د انلاين له اسانتياو څخه په ګټې اخستنې سره تثبيتېږي او د ازموينې د اخستلو څرنګوالى او د پايلو اعلام د مدني ټولنې په ګډون د قضايه قوې او د نورو بنسټونو دڅارونکو  په شتون  ترسره کېږي .
شورا دازموينې په صحنه کې او له  ازموينې څخه مخکې دکانکور د شاملانو د تفکيک، تشخيص، پېژندنې او د زياتې روڼتيا  د تامينولو په مقصد د لازمو تدبيرونو د نيولو په باب د قضايه قوې د ادارې عمومي امريت ته لازمه لارښوونه صادره کړه.
وروسته په دې باب د افغانستان بانک د استهدايې  په اړوند چې د متناضع  فيه دغير منقولو ملکيتونو تر قيموميت لاندې نيولولپاره کافي ظرفيت اوځواکمني نه لري او هم په دې برخه کې د واحد چلند د رامنځته کولو په موخه ،  د عالي شورا د دوو وروستيو مصوبو په لغو کولو او د دوو پخوانيو مصوبو په تطبيق باندې په ټينګار سره ، لازم تصميم ونيوه .
وروسته د اشخاصو ترمنځ د بيا کتنې شپږ مدني غوښتنې وڅېړل  شوې، له دې جملې څخه درې غوښتنليکونه په مدعا بها کې دعامه حقوقو د شايبې د شتون له امله د مدني محاکماتو د اصولو د قانون د ٤٨٢ مادې په حکم کې د درج شويو شرطونو په رڼا کې لغو اولارښوونه وشوه چې موضوع دې په رسمي ډول د دولت د قضاياو لوى رياست ته ارجاع شي .
دغونډې په دوام په مدني او جزايي قضيو کې د محکمې د بدلون او د قاضيانو د قضايي کدر د درجې د لوړولو يوشمېر غوښتنليکونه تر غور لاندې ونيول شول او دغه راز دلوى څارنوالى د ادارې د غوښتنې پربنسټ  د  ٦٥ جزايي دوسيو دڅېړنې واک د دايکندي ، پکتيکا ، نورستان ، خوست او د قندهار د ولايتونو استيناف محکمو ته تفويذ شو .
  ختم_ عطاالله _اکرم

Tuesday, 16 July 2019 05:30

خبرتيا!

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٤ مه
دپوهنې وزارت خبرتيا!
د پوهنې وزارت د ښوونځيو له زده کوونکو او ښوونکو څخه د پيسو هر راز راټولولو په کلکه منع کړي دي .
د پوهنې وزارت له پريکړې سره سم د اعانې ، د دفتر داثاثيې  د پيرودنې ،  دټولګيو درنګمالۍ او بيا رغاونې په ګډون په بېلابېلو عنوانونوله زده کوونکواو ښوونکو څخه د پيسو هر راز راټولولو چې د ناوړې ګټې اخستنې او فساد انګيزه  رامنځته کوي او د زده کوونکو دميندو او پلرونو په وړاندې د انديښنې د رامنځته کېدو لامل کېږي  په غوڅه توګه منع دي.
دغه راز دکورنۍ  پلټنې او دتعليمي  څارنې رياستونو ته لارښوونه شوې ده چې د هېواد د مرکز او ولايتونو ښوونځي دې تر دايمي څارنې لاندې ونيسي او له دغه شان مواردو سره د مخامخ کيدو په صورت کې دې  عامل يې تر قانوني تعقيب لاندې ونيسي .
  ختم_ ف _اکرم

Page 4 of 7885