23 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په لوګر کې  د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتون پرانستل

په لوګر کې د ښځو د لاسي صنايعو د نندارتون پرانستل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د هېواد د خپلواکۍ د...

د بغلان په مرکز کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل

د بغلان په مرکز کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د بغلان په مرکز پلخمري...

 په بادغيس کې د طالبانو د يوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل

په بادغيس کې د طالبانو د يوه جګپوړي قوماندان وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري لومړۍ د بادغيس سيمه ييز مسوولين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\د چنګاښ ٣١ مه
د باميانو د قرغنه تو توريستي او تفريحي ساحه  په يوه اشر کې پاکه شوه.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اسلم علوي د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه پروګرام د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د سيمې د خلکو ، د اغاخان د پرمختيايي موسسې او د رضاکارو ځوانانو د خدمت د ټولنې په همکارۍ د توريستي ساحو د پاک ساتلو په مقصد  ترسره شو.
ختم_ ج _ اکرم

مهترلام\باختر\د چنګاښ ٣١ مه
د لغمان د شهیدانو او معلولینو امریت چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې هر کال یولس زره دوه سوه دوه پنځوس تنه د شهیدانو وارثین او معلولین خپل کلني حقوق له دولت څخه تر لاسه کوي.
د لغمان د شهیدانو او معلولینو امر بشیر احمد حقپال باختر اژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل: چې د نورو کلونو په پرتله د دوی کارونه چټک شوي.
هغه وايي: هر هغه معلول او د شهید وارث چې کتابچه يې برابره وي له خپل کلني حق څخه برخمن کېږي.
هغه زیاته کړه، چې تر دې وړاندې د دوی د مامورینو تشکیل کم و،نو ځکه يې کارونه له ځنډ سره مخ کیدل، خو اوس یې د مامورینو شمېر زیات شوی او همدا لامل دی چې کارونه یې چټک شوي دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو امر وایي: اوس مهال له دوی سره ۴۹۲۹ ملکي شهیدان،۴۵۸۹ ملکي معلولین،۱۵۰۲ نظامي شهیدان او ۲۲۳ نظامي معلولین ثبت دي چې خپل کلني حقوق ترلاسه کوي.
بشیر احمد حقپال وویل: چې د هېواد جمهور رييس محمد اشرف غني د یوه ځانګړې فرمان له مخې د نظامي معینیت په نامه بله برخه هم اضافه شوې چې ډیر ژر به فعالیت پیل کړي .
له بلې خوا بیا معلولین هم د تېر په نسبت اوس د معلولینو امریت له چارو خوښ دي.
د ياد امریت د چارواکو په وینا د معلولینو او شهیدانو حقوق په څلورو ربعو کې راځي چې په ترتیب سره یی دوی وېشي
یو تن معلول هدایت الله باختراژانس ته وویل، چې تر دې وړاندې په دې برخه کې ځينې ستونزې وې، هغه هم په دې خاطر چې مامورین کم وه، خو اوس مامورین زیات شوي او زموږ حقوق په خپل وخت راکول کېږي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې ياد امریت د کار او ټولنیزو چارو ریاست سره تړلی و، خو اوس ځان ته ځانګړې ودانۍ او دفتر لري چې مسوولين یی په دوو برخو(د شهیدانو ورثه او معلولینو) ته کار کوي.پاى\وصال

کابل\باختر\ دچنګاښ ٣١مه
په پروان کې څه د پاسه  دوه سوه کورنيو چې د دوى پرځمکو د وارداتي برېښنا ستنې  درول شوې دي نن يې په بدل کې نغدې پيسې ترلاسه کړي.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې، د برېښنا دغه ستنې د جبل السراج ولسوالۍ له پشتې سرخ څخه د کاپيسا د احمد بيګ تر غونډۍ پورې په زياتو سيمو کې د دغو دوو ولايتونو د خلکو  په ځمکو کې درول شوې دي .
دغه پيسې چې شل مليونه افغانى کېږي  د انرژۍ او اوبو وزارت د ځمکو خاوندانو ته  ورکړې.
ختم _ ج – اکرم

 

کابل\باختر\ دچنګاښ ٣١مه
په قندهارکې پر لسګونو اړو کورنیومرستې ووېشل شوې.
دغه کورنۍ، په قندهارکې د وروستیوسیلاونو او په غزني او هلمند کې د جګړو له امله بې ځایه شوې دي .
د قندهار د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو د ادارې مسوول وایي، چې په دې پړاو کې په شپږسوه کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول .
دغه مرستې حکومتي او غیرحکومتي مرستندویه بنسټونو برابرې کړې وې.
ختم _ ع

 

کابل\باختر\ دچنګاښ ٣١مه
د وسله والو طالبانو د ډلې پنځه پټنځايونه په کونړ کې له ټولو جنګي تجهيزاتو سره له منځه يوړل شول.
پوځيانو تېره شپه وکولاى شول د ډار اچوونکو پرخلاف عملياتو کې د طالبانو دغه پټنځايونه له منځه يوسي .
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان د باختراژانس خبريال ته وويل: د طالبانو په دغو پټنځايونو ځمکني او هوايي بريدونه وشول .
هغه وويل:  په دغو بريدونوکې اته وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس نور يې ټپيان شول .
د ډار اچوونکو پرخلاف عمليات له درېيو ورځو راپدېخوا د ملي اردو ، پوليسو  او د هېواد د هوايي ځواک په ملاتړ د سلګونو پوځيانو په ګډون په ماڼوګي  ولسوالۍ کې ترسره شوي چې لا هم دوام لري.
د رارسېدلو خبرونو له مخې،  په دغو عملياتو کې تراوسه پورې د وسله والو طالبانو اوولس پټنځايونه له ټولو جنګي وسايلو سره له منځه تللي دي.
  ختم_سعيده _ اکرم

کابل\باختر\ دچنګاښ ٣١مه
په غزني کې د اړو اوبې سرپرسته ښځو د اقتصادي بنسټ د پياوړتيا لپاره هلې ځلې دوام لري .
مسوولين وايي، چې د مربا او د اچارو د توليد په برخو کې ښځو ته د کار په موندلو سره  هلې ځلې کوي چې د دوى اقتصاد ښه کړي .
د دغه پروګرام په چوکاټ کې نن په غزني کې په لسګونو اړو اوبې سرپرسته ښځو د مربا او د آچارو وسايل ووېشل شول .
  د غزني د کرنې او اوبولګولو رياست يوه مسوول باختراژانس ته وويل:  په دې پړاو کې  په نږدې سلو ښځو د مربا او آچارو د توليدولو پنځه ويشت قلمه وسايل  ووېشل شول.
  هغه وويل، چې ښځې له دغو وسايلو څخه په استفادې سره کولاى شي  مربا او آچار  توليد کړي اوخپل اقتصاد ښه کړي .
سهميه هغه ښځه ده، چې ميړه يې  په غزني کې په يوه ځانمرګي بريد کې شهيد شوى، هغه  وايي چې د غزني د کرنې او اوبو لګولو رياست په مرسته اوس کولاى شي  مربا توليد کړي او له دې لارې  د خپلو درېيو بچيانو لګښت تامين کړي .
سهميه زياتوي، چې د دوى توليد شوې مربا  په ښه بيه په بازار کې پلورل کېږي.
  ختم_ج _ اکرم

کابل\باختر\ دچنګاښ ٣١مه
د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د سيند د اوبو د احتمالي څپانده کېدو د زيانونو د مخنيوي لپاره هلې ځلې زياتې شوې دي .
  مسوولين وايي: هلې ځلې کوي  چې د استنادي ديوالونو په جوړولو سره د سيند په دواړو خواو کې کروندو او د استوګنې کورونو ته  د اوبو د تلو مخه ونيسي .
د دغه استنادي ديوال جوړول  پنځلس مليونه افغانى لګښت لري چې د ننګرهار د کليو بيا رغاونې او پرمختيا اداره يې ورکوي .
د ننګرهار د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رييس مجيب الرحمن ضيا باختراژانس ته وويل،  چې د اووه سوه مترو په اوږدوالي د دغه استنادي ديوال په جوړولو سره د خلکو کورونو اوکروندو ته  د اوبو د ورتلو مخه نيول کېږي .
دا په داسې حال کې ده چې  د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د سيند د اوبو څپانده کېدل هرکال  د استوګنې لسکونه کورونه او په سلګونه جريبه کروندې ويجاړوي.
  ختم _ ج _ اکرم

کابل\باختر\ دچنګاښ ٣١مه
په ننګرهار کې زرګونو کوچيانو ته د څښاک د پاکو اوبو زمينه برابره شوه .
  دغه کار د دغه ختيځ ولايت په ځينو سيمو کې د اوبو رسولو د څلورو شبکو په جوړولو سره ترسره شو.
يادې شبکې چې په لمريزې برېښنا سره د اړتيا وړ اوبه تامينوي د ننګرهار د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست د اتو مليونو اووه سوه زرو افغانيو په لګښت رغولې دي.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د اوبو رسولو د دغو شبکو په جوړولو سره اووه سوه کورنيو د څښاک روغتيايي اوبو ته لاسرسى پيدا کړ.
ختم_ ج _ اکرم

کابل\باختر\ دچنګاښ ٣١مه
د ولسي جرګې نننۍ غونډه د جګپوړو امنيتي مقاماتو په ګډون د تړلو دروازو ترشا جوړه شوه.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې،  دغه غونډه چې  د ولسي جرګې د رييس مير رحمان رحماني په مشرۍ او د خلکو د څه ناڅه پنځوسو استازو په ګډون د ملت په کور کې جوړه شوه  د امنيتي حالت څېړنې ته ځانګړې شوې وه .
کله چې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسد الله خالد، د کورنيو چارو وزارت سرپرست محمد مسعود اندرابي او د ملي امنيت لوى رييس معصوم ستانکزى غونډې ته حاضر شول، غونډې د تړلو دروازو ترشااو درسنيو په غياب کې خپل کار ته دوام ورکړه.
دغه غونډه په داسې حال کې کېږي چې د خلکو په باور  په کابل ښار او ولايتونو کې د ډاراچوونې، ځانمرګي بريدونه او چاودنې زياتې شوې دي.
  ختم_ ج _ اکرم

_ اسعد اباد\باختر\د چنګاښ ۳۱ مه
څلور کسان په کونړکې د ډار اچوونکوپه ډلو کې د غړیتوب په تور ونیول شول.
دغه کسان تېره شپه د غازي اباد ولسوالۍ بازارته څېرمه د پوځیانوپه ځانګړو عملیاتو کې ونیول شول .
د هېواد په ختیځ کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوناندان باختراژانس ته وویل، چې له نیول شویو کسانوڅخه جنګي وسایل او پوځي تجهیزات ترلاسه شوي دي .
نیول شویوکسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې په کونړکې د ډاراچونې په لسګونو بریدونوکې په لاس لرلو اعتراف کړی دی .
په یو بل خبرکې ویل شوي دي، چې په کونړکې د یو لړ چاودنومخه ونیول شوه.
امنیتي مامورينو نن سهار د کونړ په ګڼ مېشتو لارو کې اته ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
که څه هم د دغو ماین د ښخونوپه تور څوک نه دى نیول شوى، خو سيمه ييزې سرچينې يې وسله وال طالبان عاملين بولي.
ختم _ ع

Page 5 of 7899