15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: د اسپانيا د بارسلونا د فوټبال ټيم...

پنځه پوځيان  په دايکنډي کې شهيدان شول

پنځه پوځيان په دايکنډي کې شهيدان شول

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: پنځه پوځيان تېره شپه په دايکنډي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/ د  زمري ۲۳ مه/ باختر

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیرمحمد طاهر زهیر  نن هرات ته لاړ او د هغه ولایت له سرپرست ډاکټر غلام داوود هاشمي سره یې وکتل.

په دې کتنه کې هاشمي هرات ته د محمد طاهر زهیر د سفر هرکلی وکړ او د اصیل افغاني فرهنګ په پیاوړتیا او فرهنګ جوړونه کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملاتړ نقش مهم وباله او اړوندو برخو ته یې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د هرات ولایت سرپرست له محمد طاهرزهیر څخه وغوښتل چې د هرات تاریخي آبدو ته په کتو، دغه ولایت ته لا ډېر پام واړوي.

په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر، هرات د آسیا غمی وباله او زیاته یې کړه چې دغه ولایت د خپلو بې جوړې جاذبو له امله ځانګړی خای لري.

محمد طاهر زهیر، کمال الدین بهزاد د اسلامي میناتورۍ هنر بنسټګر او د هرات د هنرمندانو یو مخکښ او نومیالی وباله. ده د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې دا مهم میراثي هنر به په یونسکو کې ثبت کړي. ده زیاته کړه چې یونسکو هم د دغه اقدام هرکلی کړی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هرات له فرهنګي ټولنې مننه وکړه چې د اسلامي میناتورۍ هنر د ثبت په اړه یې خپل غږ پورته کړی دی.

د دغه سفر په بهیر کي ټاکل  شوېده چې محمد طاهر زهیر د کمال الدین بهزاد مقبره، هرات جامع جومات، هرات مصلی، د امام فخرالدین رازي مزار، د مولانا عبدالرحمن جامی مزار او د هرات نورې تاریخي سیمې وګوري او حالت یې وارزوي.

 

 کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
د عامې روغتیا وزارت اعلام وکړ چې په هېواد کې، په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ویروس ۹ اخته کسان مړه شوي او ۸٦ نور په دغه ویروس اخته شوي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د عامې روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ویروس ۹ اخته کسان مړه شوي دي چې په دې سره، په افغانستان کې په کرونا ویروس د قربانیانو شمېر۱۳۶۳ ته ورسېد.
خبرپاڼه زياتوي: په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کرونا ویروس ۸۶ نوې پېښې ثبت شوې دي چې په هېواد کې په کرونا ویروس د ا خته کسانو شمېر۳۷ زره ۴۲۴ ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د شمېرنو له مخې؛ په همدې موده کې په کرونا ویروس ۲۰ اخته کسان روغ شوي دي چې په دې سره د روغ شويو کسانو شمېر۲۶ زره ۷۱۴ ته ورسېد.
ختم/ع

 کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
په غزني کې تېره شپه د وسله والو طالبانو بريد په شا وتمبول شو او ١١ طالبان هم ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ايمل مومند باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو په (آرزوى خورد او آرزوى کلان) کليو کې له څو استقامتونو څخه پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د پوځيانو له غبرګون سره مخ شول.
مومند زياته کړه: په جګړو کې ١١ وسله وال طالبان ووژل شول او نور يې له ساحې څخه وتښتېدل.
پاى \ ذ

 کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
د تخار پوليسو څلور کسان په دغه ولايت کې د وژنې او غلا په شک ونيول.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير باختر آژانس ته وويل چې د تخار د رستاق ولسوالۍ پوليسو څلور کسان د وژنې او غلا په تړاو د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول.
يو کس د خپل ورور د وژنې، دوه نور د دغې ولسوالۍ د يوه اوسېدونکي د وژنې او څلورم يې هم د درېيو غواګانو د غلا په شک ونيول شول.
له نيول شويو کسانو څخه يو کلاشينکوف هم ترلاسه شوى دى.
پاى \ ذ

ـ کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
دوه پوليس او درې ملکيان نن سهار په غزني کې شهيدان شول.
د غزنې د امنيې قوماندانۍ وياند احمدخان سيرت باختر آژانس ته وويل: دغه کسان د غزني ښار د درېيمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د ماين په چاودنه کې شهيدان شول.
سيرت زياته کړه: په پېښه کې درې نور ملکيان او يو پوليس ټپيان شوي دي.
پاى \ ذ

- نړيوالې خبري منابع / د زمري ٢٣مه / باختر
دامريکا د بهرنيو چارو وزير وايي ، ايران او هم له طالبانو سره دوسلو مرسته کوي.
مايک پومپيو له آزادۍ راډيو سره په ځانګړي مرکه کې ويلي . پخوا روسيې هم طالبانو سره پوځي مرسته کړي.
پومپيو وايي، ترهغو چې دوى په افغانستان کې خپل ځواکونه لري، ترهمغه وخته به دخپلو ځواکونو دخونديتوب هڅو ته دوام ورکوي.
مايک پومپيو ويلي دوي پوهيږي چې دافغانستان وسله وال مخالفان سيمه ييزملاتړي لري.
داڅرګندونې داسې مهال کيږي  چې دافغانستان دولت اوطالبان خپلمنځيوخبرو ته نږدې شوي  او تازه پاکستاني چارواکو ويلي  دپخلاينې دې بهير کې به  رغنده رول ولوبوي.
نوموړي دپرون دچک جمهوريت پايتخت پراک ته دسفرپرمهال ازادۍ راډيو ته په يوه ځانګړې  مرکه کې وويل: موږ په ډاګه کړې موږ په تاريخ پوهيږو ، موږپوهيږو چې پخوا روسيې طالبان تجهيزول، موږ پوهيږو چې ايران نن  وروځې پورې هم دطالبانو سمبالولو ته دوام ورکړى ، ځکه موم پردې واقعيتونو پوهيږو، موږهريوه ته خپل نيتونه څرګند کړي ، موږبه دامريکايي ځواکونو دخونديتوب او دفاع لپاره هر هغه څه  وکړو چې اړتيا ورته ولرو، د دې کار لپاره موږ ته دغوڅ ملاتړ ماموريت د هرسرتيري خونديتوب مهم دى  که دچک جمهوريت سرتيري وي يا د بل کوم هېواد.
له دې وړاندې نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړى و چې د روسي استخباراتو طالبانو ته دامريکايي سرتيرو دوژلو په بدل کې د جايزې وړانديز کړي چې دراپور پربنسټ طالبانو دا انعامونه ترلاسه کړي دي.
هغه مهال روسيې ، امريکا او خپله طالبانو دغه  راپور رد کړاو بې بنسټه يې وباله.
پاى \ ذ

 کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
د يو سرګروپ په ګډون دوه وسله وال طالبان پرون د پکتيا په ميرزکې ولسوالۍ کې ووژل شول.
د تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په استولو سره باختر آژانس ته ويلي دي چې پوځيانو پر دغو طالبانو هغه وخت بريد وکړ او ويې وژل چې غوښتل يې د  ګردېز د ميرزکي لويې لارې په کلکين خولي سيمه کې پوسته جوړه کړي.
سرچنيې زياته کړې ده چې په نښته کې د يو سرګروپ په ګډون دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي، خو پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى \ ذ

ـ کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
درې وسله وال طالبان پرون په لوګر کې ووژل شول او یو بل يې ټپی شو.
د هېواد په جنوب کې د تندر قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان هغه وخت ووژل شول چې په محمدآغۍ ولسوالۍ پورې اړوند "بیني شېرافغان" سيمه کې، په لویه لاره کې د ماینونو په ښخولو بوخت وو.
هغه زیاته کړه چې په چادونه کې درې طالبان ووژل شول او یو بل يې ټپي شو.
ختم/ع

ـ کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
دوه نور ماشومان هم په جنوبي ولایتونو کې په پولیو ناروغۍ اخته شوي دي چې په دې سره په قندهار او زابل کې په پولیو ناروغۍ د اخته کسانو شمېر پنځو ته ورسېد.
د قندهار د عامې روغتیا ریاست یوه مسوول باختر آژانس ته وویل چې د پولیو دغه پنخه پېښې په وروستیو څو ورځو کې ثبت شوې دي.
هغه وویل چې په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو او د پولیو واکسین د بهير د درېدو په دلیل، د پولیو ناروغي زیاته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د پولیو واکسین تطبیق بېرته پیل شوى دى.
د اړوندو مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په تېرو پنځو میاشتو کې په هېواد کې د پولیو ۳۴ پېښې ثبت شوې دي.
ختم/ع

 کابل/ د زمري ٢٣ مه / باختر
د فاریاب پولیسو نن یو سړی د خپل وراره د وژنې په تړاو ونیو.
د فاریاب د پولیسو ویاند باختر آژانس ته وویل چې دغه سړی څه موده وړاندې خپل وراره د میراث پر سر دعوا په خاطر په میمنه ښار کې د تومانچې په دزو سره وژلی او له سیمې څخه تښتېدلی و چې د پولیسو د هڅو په پايله کې وینول شو.
ویل کېږي دغه سړی پر خپل جرم اعتراف کړى او د وژنې انګېزه یې د پلرني میراث پر سر شخړه بللې ده.
ختم/ع

Page 6 of 8944