23 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين پيل شو

په باميانوکې د ځوانانو د ملاتړ کمپاين پيل شو

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه په باميانوکې د ځوانانو...

د باميانو د هوايي ډګر د سوق او ادارې نوې ودانۍ جوړېږي

د باميانو د هوايي ډګر د سوق او ادارې نوې ودانۍ جوړېږي

کابل/ باختر/ د چنګاښ٣١مه د باميانو د هوايي ډګر د سوق...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل / باختر/ د چنګاښ٣٠ مه
مرکزي بانک ٣۰ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په ليک کې چې باختر آژانس ته استول شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د چنګاښ په ٣١مه د دوشنبې په ورځ، ۳۰ ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ۵۰۰ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو ۵۰۰ زره افغانۍ په داوطلبۍ کې د ګډون په مقصد د تضمین په ډول نه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلونکو داوطلبیو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نه شي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له درېيو زياتې پيسې وغواړي.
پاى \سعيده

 

کابل \باختر\د چنګاښ ٣٠ مه
د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ ځینې برخې د وسله والو طالبانوله شتون څخه د افغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې پاکې شوې .
دغه عملیات لس ورځې وړاندې د ملي اردو، پولیسو او د هېواد د هوایي قواو په ملاتړ پيل شوي، چې لا هم دوام لري .
د هېواد په ختیځ کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وویل، چې په دغو عملیاتو تراوسه پورې لس کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
هغه وویل: پوځیانو د هرې ساحې په پاکولوسره قرارګاوې جوړې کړې، څو دغې ساحې ته د طالبانو د بېرته راتګ مخه ونیول شي .
په دغو عملیاتو کې پوځیان د وسله والو طالبانو د ۱۴ پټنځایونو او په زياته اندازه د جنګي وسایلو په له منځه وړلوبریالي شوي دي .
د ملي اردو دغه قوماندان وايي، چې په عملیاتوکې تر اوسه پورې څه نا څه ۴۰ ډار اچوونکي وژل شوي دي .
په یو بل خبرکې ویل شوي دي، چې په ننګرهارکې د یو لړ چاودنو مخه ونیول شوه .
امنیتي مامورينو نن سهار د ننګرهار په ګڼ مېشتو لارو کې ۱۴ ماینونه کشف او شنډکړي دي .
که څه هم د دغو ماين ښخولو په تور څوک نه دى نيول شوى، خو سیمه يیزې سرچینې يې وسله وال طالبان عامل بولي .
وسله وال طالبان زیاترپه ګڼ مېشتو لارو کې په ماین ښخونو او بم ایښودنولاس پورې کوي، چې زیاتره ملکي وګړي پکې قرباني کېږي.
ختم _ ع

کابل \باختر\د چنګاښ ٣٠ مه
د فراه مرکز ته څېرمه په مهاجرینو کلي کې پرون د پوځیانو او ډاراچوونکو ترمنځ نښته کې۴ ډار اچوونکي وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
په دغه ولایت کې د ملي اردو یوه مسوول باختر آژانس ته وویل: دغه ډار اچوونکي هغه وخت ووژل شول چې غوښتل یې د مهاجرینو په سیمه کې د ملي اردو په امنیتی پوستو برید وکړي.
د یو بل خبر له مخې، د فرا ه د پشت رود ولسوالۍ په چین افغاني کلي کې د وسله والو طالبانو په سنګرونو د پوځیانو په توپچي بريد کې یو طالب وژل شوى دى.
پای\شکریه

کابل \باختر\د چنګاښ ٣٠ مه
شپږ وسله وال طالبان پرون په فراه کې ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول.
د فراه د پولیسو یوه مسوول باختر آژانس ته وویل، چې دغه وسله وال طالبان د فراه د مرکز په مربوطاتو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي دي.
پای\ شکریه

کابل \باختر\د چنګاښ ٣٠ مه
د غزني لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول تېره شپه له ۱۳ ملګرو سره په دغه ولایت کې ووژل شو.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري باختر آژانس ته وویل، چې په سلیمان مهشور صاحب خان، دغزني لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول له ۱۳ ملګرو سره یې د دغه ولایت د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شو.
هغه زیاته کړه، چې په وژل شویو کسانو کې درې پاکستاني اتباع هم شامل دي.
پای\شکریه

کابل \باختر\د چنګاښ ٣٠ مه
په لوګر کی تېره  شپه څلور دسله وال طالبان ووژل شول.
د ۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمې لوا مطبوعاتي مسوول احمد شکیل تسل د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه وسله وال طالبان د لوګر په مرکز بابوس سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې هم د لوګر په مرکز کې ۱۳ وسله وال طالبان په هوایي برید کې وژل شوي وو.
پای\شکریه

کابل \باختر\د چنګاښ ٣٠ مه
٢٨ وسله وال طالبان تېره شپه په فاریاب کې د پوځیانو په برید کې ووژل شول.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند د باختر اژانس خبریال ته وویل، په دغو طالبانو د A29  الوتکې د بلچراغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريدونه کړي دي.
خبر ځای زیاته کړه، چې په هوایي بریدونو کې د وسله والو طالبانو جنګي وسایل، لېږدونکي وسایط او مهمات هم ویجاړ شوي دي .
ویل کېږي په فاریاب کې د ګډو افغان ځواکونو چاڼیز عملیات د طالبانو له شتون څخه د دغه ولایت تر بشپړ پاکولو پورې دوام لري.
سعیده

قلات\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه
د زابل د ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دولس وسله وال طالبان ووژل شول او اتلس نور يې ټپيان شول.
چارواکي وايي چې هوايي ځواکونو پرون ناوخته په ارغنداب ولسوالۍ کې بريد کړى چې په پايله کې يې وسله والو طالبانو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
د زابل امنيه قوماندان سيد معراج سادات د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې په دغه بريد کې دولس وسله وال طالبان وژل شوي او اتلس نور يې ټپيان شوي دي.پاى\وصال

مهترلام\باختر\دچنګاښ ٣٠ مه
د لغمان د مهترلام ښار او د دولت شاه ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د شاوخوا نهو ميليونو افغانيو په لګښت د څښاک د پاکو اوبو پروژې پلې کېږي.
چارواکي وايي چې، يادې پروژې د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د اوبو رسولو برنامې په مالي لګښت، چې لس سلنه لګښت يې د سيمې اوسېدوونکي ورکوي رغول کېږي.
د لغمان د کليو د بيا رغونې او پراختيا رييس امان الله مياخېل د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د سيمې سلګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پيدا او ګڼې ستونزې به يې راکمې شي.
مياخېل د پرمختيايي شوراګانو استازو ته ډاډ ورکړ، چې په راتلوونکي کې به دې ته ورته نورې پروژې هم عملي کړي.
په ورته مهال که څه هم د سيمې اوسېدوونکي د پروژو په پلي کېدو خوښ برېښي، خو له مسوولينو غواړي چې د دوى په سيمو کې ورته نورې پروژې هم پلي کړي، ترڅو د سيمې د ګڼو کورنيو ستونزې راکمې شي.پاى\وصال

 

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن سهار د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قوماندان جنرال مک کینزي سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې، د جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت د تامین او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
جنرال مک کینزي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورځ تر بلې زیاتېدونکو وړتیاوو ستاینه وکړه او ويې ویل: د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په دفع کولو کې د افغان ځواکونو کړنې د ستایلو دي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
جنرال مک کینزي زیاته کړه: د امریکا متحد ایالتونه به د ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپلې هېڅ ډول همکارۍ درېغ نه کړي.
جمهورريیس غني جنرال مک کینزي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو د ژمنتیا او د ټاکنو د امنیت د تامین له امله مننه وکړه او ويې ویل: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټاکنو د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ تیاری لري.
د هېواد جمهورريیس وویل: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لکه څنګه چې د افغانستان د پارلماني ټاکنو امنیت ټینګ کړی و، د جمهوري ریاست ټاکنو د امنیت د تامین لپاره به هم تر هغه زیاتې هڅې وکړي.#
پاى / ذ

Page 7 of 7897