23 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کاناډا د لومړي وزیر په توګه د جسټن تروډو...

په کونړکې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د پنځه کلن ماشوم ژغورل

کابل/دتلې۳۰مه/باختر د کونړ د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر  
د "صلح سبزجهانى" تر نامه لاندې د استاد رحمت الله رسا شپاړسم ادبي اثر په بغلان کې چاپ شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغه ادبي اثر په ٨٢ مخونو کې د ١٠٠٠ ټوکو په تیراژ چې ديني، علمي، ادبي او ټولنيز مطالب پکې دي؛ چاپ شو.
استاد رحمت الله "رسا" له دې مخکې هم  ١٥ نور آثار چاپ کړي دي.
پاى \ سعيده \ذ


 

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر  
د ميدان وردګو د والي د سپرلۍ پر کاروان ځانمرګى بريد وشو. خو ويل کېږي چې په پېښه کې دغه سيمه ييز مقام ته زيان نه دى اوښتى.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: جنرال مظفرالدين نن له غرمې وروسته کله چې له کابل څخه ميدان ښار ته روان و، په سرکوتل سيمه کې د ده د سپرلۍ پر کاروان بريد وشو.
د ميدان وردګو يو سيمه ييز خبرځاى چې د نامه له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه؛ باختر آژانس ته وويل چې په پېښه کې د ميدان وردګو والي ته زيان نه دى اوښتى.
په همدې حال کې دغه پېښه د سر يان لري، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
تراوسه د دغه ډار اچوونکي بريد مسووليت هېچا نه دى منلى.
د دغه خبر جزئيات وروسته خپرېږي.
پاى \ ذ

 

کابل/دتلې۲۸مه/باختر
نهه وسله وال طالبان پرون په بغلان کې د پوځيانو په عملياتوکې ووژل شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو وياند غلام حضرت کريمې دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت په کېله ګي، ډنډغوري او ډنډشهاب الدين ساحوکې له څو ورځو راپدېخوا د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول.
هغه زياته کړه: په عملياتوکې د بغلان لپاره د طالبانو د نومول شوي والي د مرستيال  قاري بختيار په ګډون ١٠ وسله وال طالبان ټپيان شول.
پاى \ سعيده \ذ

 

کابل/دتلې۲۸مه/باختر
د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين ډاکتر ماموسي زيور پرون د دغه ولايت په حوزوي روغتون کې د ننګرهار د هسکې مېنې د خونړۍ پېښې د ټپيانو د احوالو پوښته وکړه او ټپيانو ته د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو څرنګوالى وڅېړه.
هغه د دغو ټپيانو د درملنې په برخه کې د جلال آباد حوزوي روغتون د ډاکترانو او روغتيايي کارکوونکو د هڅو مننه وکړه او هغوى ته يې لارښوونه وکړه چې له ټولو شتو امکاناتو څخه په استفادې سره دې د ټپيانو ښه درملنه وکړي.
د هغو دوو چاودنو په پايله کې چې د هسکې مېنې په جودرې کلي کي وشوې؛  ٧٢ تنه شهيدان او لسګونه نور ټپيان شول.
پاى \ سعيده \ذ


 

کابل/دتلې۲۸مه/باختر
د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتوکې ۷۷ ترهګر وژل شوي، ‍۳۳ ټپیان او ۶ شکمن کسان نیول شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر په جوزجان، بغلان، هلمند، ننګرهار، غزنی، سمنګان، زابل، بادغیس، کندز، هرات او میدان ورګوکې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونوکې وژل شوي دي.
پای/وصال

کابل/دتلې۲۸مه/باختر
د اوبو او برېښنا وزارت د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې د ١٧٠٠ زرو افغانیو په لګښت استنادي دېوال رغوي چې د رغولو چارې یې نن پیل شوې.
د کونړ د والي مرستیال ګل محمد بیدار د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې د اوبو مدیریت د دولت ستر لومړیتوب دی او د ولایتي ادارې په هڅو د کونړ سیند مهارولو په برخه کې یې ګټورې پروژې پیل کړې دي.
هغه د سیند له ګواښونو د ځمکې ژغورنې په برخه کې دغه پروژه مهمه وبلله او هیله یې وښوده چې ډېر ژر د سیند مهارولو او ځمکو ژغورنې په برخه کې ورته نورې ګټورې پروژې هم پیل کړي.
پای/وصال

 

کابل/دتلې۲۸مه/باختر
د پکتیا د مرکز ګردېز ښار حوزوي روغتون ته څېرمه نن له غرمې وروسته ناپېژاندو وسله والو یو قومي مشر په ډزو سره وواژه.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د سېدکرم ولسوالۍ قومي مشر ظهور الدین د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دى.
پای/وصال

 

 

کابل/ د تلې ٢٨ مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په سمنګانوکې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونمل محمد حسين طاهري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د ايبکو ښار په رباطک کلي کې د پوځيانو په عملياتوکې ووژل شول.
طاهري زياته کړه: په عملياتو کې ١١ نور طالبان ټپيان شول او د هغوى ٢٢ موترسايکلونه هم د پوځيانو لاس ته ورغلل.
ويل کېږي د عملياتو په پايله کې د ايبکو ښار د رباطک افغانيه، بيخ تنګي او عربانو کلي هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
طاهري زياته کړه: په عملياتوکې د پوليسو دوه سرتېري ټپيان شوي دي.
خو د سيمې يو تن اوسېدونکي چې د نوم له اخيستلو څخه يې ډډه وکړه؛ ويي ويل: کله چې پوځيانو له عملياتو وروسته له سيمې څخه ووتل؛ وسله وال طالبان د شپې له خوا بېرته سيمې ته راغلل، نارينه يې ووهل او وډبول او زياتې کورنۍ له سيمې څخه وتښتېدلې او په يوشمېر کورونوکې يواځې ښځې او ماشومان پاتې دي او نارينه له خپلو کورونو څخه وتلي دي.
دوى له حکومت څخه غواړي چې په ترلاسه شويو سيموکې امنيتي پوستې جوړې کړي چې طالبان بيا پر کليو بريدونه ونه کړي.
ختم- ج -اکرم

 

کابل/ د تلې ٢٨ مه / باختر
د بغلان پوليسو نن دوه تنه د درېيو تنو د وژنې په اړوند ونيول.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال محمد ويس صميمي باختر آژانس ته وويل چې دغه کسان پخوا د يوې ښځې په ګډون د يوې کورنۍ درې غړي د مرکزي بغلان په صنعتي بغلان کې وژلي او دوه نوريې ټپيان کړي وو.
خبرحاى زياته کړه چې دغه کسان له دوو کلاشينکوفونو او يوې اندازې پيسو سره د صنعتي بغلان له شپږم سړک څخه ونيول شول.
د يو بل خبرله مخې:
پوليسو هغه سړى چې خپله مېرمن د چړه يي ټوپک په ډزو سره ټپى کړې وه او تښتېدلى و؛ هم په همدې سيمه کې ونيو.
دا په داسې حال کې ده چې د بغلان نوي امنيه قوماندان ويس صميمي د دغه ولايت له خلکو سره  ژمنه کړې ده چې قاتلان او مجرمان نيسي او د قانون منګولو ته يې سپاري.
ختم- ج - اکرم

 

کابل/ د تلې ٢٨ مه / باختر
د سرپل ښار د خرابه کلي د سيند ترڅنګ د يوه ګابيوني دېوال د جوړولو کار نن پيل شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د سرپل والي عبدالقادر آشنا ددغه دېوال د کار د پرانيستلو په غونډه کې وويل چې دغه دېوال کولاى شي د موسمي سېلاوونو له خطر څخه بڼونه، زراعتي ځمکې او د استوګنې کورونه وژغوري.
دغه دېوال د ١٥٠ مترو په اوږدوالي، د اوبو او برېښنا وزارت د څه دپاسه څلورو مليونو افغانيو په لګښت جوړوي.
ختم- ج -اکرم


 

Page 8 of 8184