23 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د مالدارو ښځو د کاروبار د ښه والي په خاطر د کرنې وزارت هڅې

د مالدارو ښځو د کاروبار د ښه والي په خاطر د کرنې وزارت هڅې

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ د کرنې او اوبو لګولو وزارت په...

په فراه کې  د هندوانو دګروندګر ټولنه جوړه شوه

په فراه کې د هندوانو دګروندګر ټولنه جوړه شوه

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ د فراه د کرنې او اوبو لګولو...

د بدخشان د برېښنا رسونې قرار داد لاسلیک شو

د بدخشان د برېښنا رسونې قرار داد لاسلیک شو

کابل/باختر/ د زمري لومړۍ د بدخشان د برېښنا رسونې قرار داد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دتلي  شلمه
وسله والو  طالپانو په باميانو ولايت کې دنجونو يوه ښوونحي ته اور واچاوه .
ويل کېږي چې يوي ډلي وسله والوطالبانو  تيره شپه دشيبر  ولسوالۍ دغونډک  دسيمي دنجونو په ښوونځي بريد وکړ اوله چاوديدونکو توکو او تيلو څخه په استفادي سره يې ودانۍ ته اور واچاوه .
دباميانو ولايت دپوهنې رييس محمد رضا ادا باختر اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې له ودانۍ سره يې دنجونو ددغه ښوونځي ټول سندونه او لوازم سوځيدلي او له منځه تللي دي دترلاسه شويو شميرنو له مخې په دې ښوونځي کې څه دپاسه  درې سوه  تنه نجونې په زده کړه بوختي دي .
دباميانو ولايت دپوهنې رييس وايي چې دوى دمرستي او دغه ښوونځي  ته دنوى ودانۍ په جوړولو سره هلې ځلې کوي چې  له لوست څخه ددغو نجونودمحروميت مخه ونيسي .
دالومړۍ ځل دى چې وسله وال طالبان دباميانو ولايت په سيمو په نفوذسره  يوه ښوونځي ته اور اچوي .
وسله والو طالبانو له  خپلې واکمني څخه تراوسه پوري تل د زده کوونکو اوښوونکو په وژلو ، ښوونځيو ته په اور  اچولو دزده کوونکو په ګواښلو او په هغوى دتيزابو په شيندلو سره  ښودلې ده چې دافغانستان دپوهنې او ترقي په وړاندې ډير ستر خنډ دي .
 

کابل باختر دتلي  شلمه
دبګرام دجيل يو مسوول دچاودنې له يوه ناوړه قصدڅخه روغ رمټ پاتي شو .
دبګرام دجيل دسياسي برخې قوماندان جنرال حاجي صفي نن کله چې غوښتل يې په يوه ديني مدرسه کې دبګړۍ تړلو په مراسمو کې ګډون وکړي دسپرلۍ په موټر کې  يې ماين وچاوديد .
ويل کېږي چې په دې پيښه کې دده درې تنه  ساتونکې  ټپيان شوي دي .
  دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ دټولۍ قوماندان  دويم څارن محمد قسيم باختر اژانس ته وويل  طالبانو په دې ماين  ښخولو سره غوښتل چې جنرال  صفي ترور کړي خو په دې پيښه کې ده ته زيان نه دى اوښتي .
ده تاييد کړه چې دبګرام دجيل ددغه قوماندان درې تنه ساتونکې په دي چاودنه کې  ټپيان شوي دي .
حاجي صفي  دبګرام دجيل دسياسي بنديانو دبرخې مسووليت په غاړه لري .
په همدي حال کې دکابل ښار دڅلور سوه بستريز روغتون داکتران ددغي پيښې  ديو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بولي .   
 

کابل باختر دتلي  شلمه
  دملي اردومنسوبينو په غزني ولايت کې له پنځوسو کورنيو سره دخوراکې توکو مرسته وکړه .
ويل کېږي دغه مرسته چې يونيم ټنه خوراکې توکې پکې دي په هغو کورنيو وويشل شوه چې دجګړو او دنورو تروريستي پيښو له امله زيانمني شوي دي .
دتندر  قول اردو ددريمي  لوا ويندوي جګړن محمد حکېم باختر اژانس ته وويل چې په دې خوراکي توکې کې اوړه ، غوړي ، لوبيا او بوره شته چې داندړو ولسوالۍ په کنف کلي کې په پنځوسو  کورنيو وويشل شول .
هغو کورنيو چې له دغې مرستې څخه يې ګټه اخستې ده په دې وروستيو وختو کې دطالبانو دبريدونو له امله دخپلو کورنيو يو شمير غړي له لاسه ورکړي دي .
 

کابل باختر دتلي  شلمه
دبګرام  دجيل په يومسوول څوشيبې مخکې ناوړه قصد وشو .
  جنرال سخي چې ويل کېږي دبګرام  دجيل دسياسي برخې قوماندان و  ددغه بريد هدف و .
ويل کېږي کله چې ددغه پوځي  مقام دسپرلۍ کاروان دکابل ولايت دکلکان ولسوالۍ په مربوطاتو کې روان و  ، دغه پيښه رامنځته شو .
تراوسه پوري ددغې پيښې جزئيات نه دى روښانه شوي .
سيمه ئيزو مقاماتو هم  په دې باب نظر نه دى څرګند کړي  جزئيات وروسته خپريږي .
 

کابل باختر دتلي  شلمه
  دبلخ ولايت دشورتيپې ولسوالۍ امنيه قوماندان په يوه چاودنه کې ووژل شو .
ويل کېږي چې په دې  پيښه کې دده يو ساتوکې هم وژل شوي دي اوڅه ناڅه پنځه تنه نور پوځيان ټپيان شوي دي .
دغه چاودنه نن سهار هغه وخت وشوه چې دسمونوال محمد يوسف زماني  دسپرلۍ موټر  د پس عرق سيمې ته څيرمه په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي شيرجان دراني  باختر اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې دشورتيپې ولسوالۍ امنيه قوماندان له ساتونکې سره يې ووژل شو او دپوليسو پنځه تنه نور مامورين ټپيان شول .
  ددراني دڅرګندونول ه مخې دپوليسو دغه قوماندان په يوه قومي غونډه کې دګډون لپاره پس عرق سيمي ته روان و چې په لاره کې چاودنه وشوه او ووژل شو  ده وسله وال طالبان ددغې پيښې  مسوول وبلل .
په همدي حال کې په بلخ کې ديو روغتيايي مرکز ډاکترانو د پيښې ددوو تنو ټپي پوليسو روغتيايي حالت خراب وباله .
 

- کابل باختر دتلې ٢٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د بامیانو ولایت د شیبر ولسوالۍ د غندک دکلي د نجونو پر ښوونځي باندې تروریستي برید په کلکه وغانده،وې ویل: دغه ناروا کړنې هغه څوک ترسره کوي چې غواړي افغانان په تورتم کې وساتي.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر له لاري باختر اژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي
د بامیانو د والي د معلوماتو له مخې، د افغانستان د خلکو دښمنانو  تيره  شپه د بامیانو ولایت د شیبر ولسوالۍ د غندک د کلي د نجونو ښوونځی په بم والوزاوه چې د دغې چاودنې له امله د ښوونځي ودانۍ ته زیان رسیدلی دی.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي دغه تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده او وې ویل: د افغانستان د خلکو د روښانه راتلونکې دښمنان له څو کلونو را په دیخوا په ښوونځیو، ښوونکو، زده کونکو او د پوهنې پرخدمتګارانو تروریستي بریدونه کوي او غواړي په دا ډول ناروا کړنو سره افغانان له علم او پوهې څخه لرې وساتي.
حامدکرزي وویل: که تروریستان زرځله هم ښوونځي له منځه یوسي  موږ به یې بیا جوړ او خپلو بچیانو ته به د علم او پوهې د زده کړې زمینه برابره کړو او هیچا ته به د دې اجازه ور نه کړو چې د دې هېواد بچیان د علم  له نعمت څخه بې برخې   او نورو ته یې محتاج کړي.
د هېواد جمهوررئیس اړوندو امنیتي ادارو ته دنده سپارلې ده چې د دغه تروریستي برید عاملین ډیر ژر ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
 

کابل باختر دتلي  شلمه
په سرپل ولايت کې دوسله والو طالبانو پوځي قوماندان ملا عزيزالله تيره شپه دناتو او دافغان ځواکونو په خاصو عملياتو کې ووژل شو .
ويل کېږي چې په دغو عملياتوکې په دغه قوماندان پوري اړوند يوولس تنه نور هم وژل شوي دي .
دسرپل ولايت  دامنيې قوماندانۍ  سرپرست جهانګير کرامت باختر اژانس ته وويل افغان امنيتي ځواکونو او دناتو  قوتونو دسرپل ولايت دصياد ولسوالۍ په ( تيره شير اماي قيزقلعه  )  کې په ګډو او خاصو عملياتوکې دوسله والو طالبانو دپوځي قوماندان ملا عزيز الله  په ګډون يوولس تنه ياغيان ووژل .
دسرپل ولايت دپوليسو يو مقام وايي چې په دغو عملياتوکې وسله والو  طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم په عملياتوکې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دکرامت د څرګندونو له مخې په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو دناټو قوتونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتي .
 

کابل باختر دتلي  شلمه
  په خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې دملي راديو تلويزيون يو سابقه لرونکې  انجنير محمد يحيي کوهستاني  دهغې ناروغي  له امله چې ورپيښه شوي و ، پرون وفات شو .
  باختر اژانس  خبرراکړ چې انجنير محمد يحيي کوهستاني  نږدي څلويښت کاله دملي راډيو تلويزيون په بيلابيلو  تخنيکي څانګو کې کار وکړ او دغه راز د ګرځنده  دستګاو دترميمولو دلوى مدير او دملي راډيو تلويزيون  په لوى رياست کې دتخنيکي رياست  دمرستيال په توګه  هم دندي ترسره کړي دي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر  سيد مخدوم رهين  دارواښاد کورنۍ ته د ډاډګيرنې او خواخوږي  دمراتبو دڅرګندولو په  ترڅ کې وويل دملي راديو تلويزيون سابقه لرونکې انجنير محمد يحيي کوهستاني په ډيرو سختو شرايطو کې دراډيو او تلويزيون دستګاوي فعالي و ساتلي اوزموږ دخلکو دذهنونو  په روښانه کولو کې يې رول ولوباوه .
انجنير محمد يحيي کوهستاني  په  ١٣٢٨ کال کې دکاپيسا ولايت دکوهستان په تپه زار کلي کې وزيږيد په مير مسجدي خان ليسه کې دثانوي دوري له پاى ته رسولو وروسته دثانوي تخنيک  په ښوونځې کې شامل شو او وروسته يې  دراډيو تلويزيون دمسلکي ښوونځي تحصيلي دوره  پاى ته ورسوله، کوهستاني له هغه وروسته چې دملي راډيو تلويزيون په تخنيک  رياست کې په کار وګومارل شو نږدي څلويښت کاله يې ددغه رياست په بيلابيلو څانګو کې خدمت وکړ .
 

کابل باختر دتلې ٢٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي تيره  شپه د پاکستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس اصف علي زرداري سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
په دغو ټلیفوني خبرو کې حامد کرزي د ښځو د حقونو پر فعالې او د ترورېزم او افراطیت پر خلاف پر مبارزې ملالۍ یوسفزۍ تروریستي برید چې د هغې د ټپي کېدو لامل شو یو ځل بیا، په کلکه وغانده، وې ویل: دغه  برید د هغو تروریستي بریدونو یوه لړۍ ده چې له کلونوکلونو راهیسې د افغانستان د پوهنې په ښوونکو او زده کوونکو ترسره کیږي، ښوونکې او زده کوونکې یې شهیدان او ښوونځي یې سوزول کیږي، چې دا دی اوس د ا بریدونه  په پاکستان کې هم د زیاتیدو په حال کې دي.
حامدکرزي په یوې معصومې نجلې  برید چې د ماشومانو د حقونو او د سولې  د ټینګښت  او د پوهنې د ودې لپاره یې مبارزه کوله، یو ډارن او ناځوانمردانه عمل وباله.
د هېواد جمهوررئیس په دې  ټلیفوني اړیکه کې په دې باندې ټینګار وکړ چې افغانستان او پاکستان دواړه باید د تروریزم او افراطیت د دغه جدي ګواښ په وړاندې لاس سره یو کړي او په صادقانه ډول یې په وړاندې کلکه مبارزه وکړي ځکه چې د تروریزم او افراطیت  پر وړاندې بې توپيره  پاتې کیدل به د دواړو هېوادونو راتلونکې له نورو جدي ګواښونو سره مخامخ کړي.
حامدکرزي یو ځل بیا خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري ته ډاډ ورکړ چې افغانستان  په دې اړه له پاکستان سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
آصف علي زرداري د خپل افغان سیال حامدکرزي د ټلیفوني اړیکې او د خواخوږۍ د مراتبو د وړاندې کولو څخه مننه وکړه، وې ویل:د ا یوه جدي اړتیا ده چې  دواړه هېوادونه  د دا ډول وحشي تروریستي بریدونو د مخنیوي لپاره په یو موټي توب سره عمل وکړي.
 

کابل باختر دتلي  شلمه
  دسعودي عربستان دمرستي کميټې پرون دبلخ ولايت دزينبيه  له ښځينه دارالعلوم  سره ديوې اندازي قرطاسيې  مرسته وکړه .
دباختر اژانس دخبر له مخې په دې مرسته کې دښوونځي دوه زره بکسونه ،کتابچې ، قلمونه او نوره قرطاسيه  شته
په هغې غونډه کې چې له همدي امله ددغه دارالعلوم  په انګر کې جوړه شوې وه ددغه ولايت دپوهنې رييس د سعودي عربستان دمرستي دکميټې ددغې مرستې له امله  دقدرداني په ترڅ کې له پوهنې سره ددوي د زياتوهمکاريو غوښتنه وکړه .
په مقابل کې  دسعودي عربستان دمرستي کميټې له پوهنې سره ددغه مرکز په زياتو همکاريو باندې ټينګار وکړ .