14 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په اوسني پړاو کې د والیانو ستر مسوولیت

کابل/ د تلې ۲۲ مه / باختر ټول دا واقعیت مني...

په ننګرهارکې د نږدې دوو میلیونو افغانیو په لګښت استنادي دېوالونه جوړېږي

کابل/دتلې ۲۲ مه/باختر د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ په بانډې سيمه...

د طالبانو يو پټنځاى په لوګرکې له منځه يوړل شو

کابل/ د تلې٢٢مه / باختر د پوليسو د ځانګړو قطعاتو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/د تلې۲۰ مه/ باختر
له افغانستان څخه نبي حسيني او له امريکا څخه مېرمن ربيکا د ځغاستې په هغو سياليوکې چې په دوو برخوکې د نړۍ د ١٥ هېوادونو د ښځو او نارينه و په ګډون په باميانوکې ترسره شوې، لومړى مقامونه وګټل.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د ماراتن ځغاستې د سياليو په پنځم پړاو کې چې د باميانو د يکاولنګ ولسوالۍ د بند امير په ملي پارک کې د نړۍ له پنځلسو هېوادونو څخه د خه دپاسه ٦٠٠ ورزشکارانو په ګډون د ٤٢ کيلومترو په واټن کې ترسره شوې، له باميانو څخه نبي حسيني لومړى مقام، له کابل څخه کريم ياقوت دويم مقام او له باميانو څخه جاوېد حسيني درېيم مقام وګاټه.
دغه راز د ښځو په برخوکې له امريکا څخه ربيکا لومړى مقام، له باميانو څخه مريم او بيګم په وار سره دويم او درېيم مقامونه وګټل.
په دغوسياليوکې د امريکا، فرانسې، ايټاليا، روسيې، چين، افغانستان او څو نورو هېوادونو ورزشکارانو ګډون کړى و.
د باميانو والي محمد طاهر زهير د دغوسياليو موخه د ورزش ته د ځوانانو هڅونه، د نړۍ د هېوادونو او د افغانستان د ولايتونو ترمنځ د فرهنګ تبادله، د ځوانانو ترمنځ معرفت او همغږۍ او د ګرځندوى صنعت وده وبلله او په دغه ولايت کې يې د دغه شان پروګرامونو پر دوام ټينګار وکړ.
د ځغاستې سياليو په څلورم پړاوکې چې تېر کال په باميانوکې ترسره شو؛ د نړۍ د ٤٠٠ ورزشکارانو له جملې څخه کريم ياقوت لومړى مقام ترلاسه کړې و.
ختم- ج - اکرم

کابل/د تلې۲۰ مه/ باختر
د خوست په مرکز متون ښارکې د فوټبال سیالۍ د مجاهد لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
چارواکي وايي چې په سیالیوکې ١٦ لوبډلو ګډون درلود چې پایلوبې ته یې د مجاهد او شاهین لوبډلو لاره وموندله.  

د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې: په ټاکلي وخت کې دواړو لوبډلو یو پر بل دوه دوه ګولونه ووهل، خو د لوبې په وروستیو شېبوکې مجاهد لوبډلې وکولای شول د شاهین لوبډله ماته کړي او د اتلولۍ جام په خپل نوم کړي.
پای/وصال

کابل/دتلې ۲۰ مه/ باختر
د خاص کونړ ولسوالۍ له کوزې پښتونخوا سره پر پوله د پرتو سيمو اوسېدونکي وايي چې د ژوند له لومړنيو اسانتياو بې برخې دي، دوی غوښتنه کوي چې دولت دې ورته په پرمختيايي برخه کې پاملرنه وکړي.
د شالۍ ولۍ سيمې قومي مشر محمد طالب وايي: ولۍ ، سرکی او شالۍ د خاص کونړ ولسوالۍ هغه سيمې دي چې له کوزې پښتونخوا سره پر پوله پرتې دي، خو دولت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.
طالب زیاتوي چې د دغو سیمو اوسېدونکي پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، په خرو او يا مېرمنو له ډېرو لرې ځاينو پاکې اوبه راوړي چې دغه کار سخت ناهيلې کړي دي.
د سرکې د سيمې قومي مشر وايي: نه يوازې دا چې پاکې اوبه نه لري، بلکې ښوونځي يې ودانۍ نه لري اود کرنې  په برخه کې هم دوی ته پام نه دی شوی.
د هغه په خبره چې سيمې ته ورغلې لويه لاره يې هم کنډې کپر ده اوله امله يې خلک د سختو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.
بل قومي مشر او جهادي قومندان محمد ګلاب وايي: د کلينيک نه شتون هغه ستونزه ده چې يو ناروغ د خاص کونړ کلينک ته په وړلوکې ډېرځله په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغه زياته کړه: د دغو سيمو خلک د دولت ملاتړي دي او په خپله سيمه کې يې امنيت هم په خپله تامین کړی او پرديو ته اجازه نه ورکوي چې نا امنيوته لمن ووهي .
هاخوا د خاص کونړولسوال سيد زيورشاه سادات د يادو سيمو د خلکوستونزې مني او وايي د دوی ستونزې مو د ولايتي ادارې سره شريکې کړي او ډاډ ورکوي  چې د رغنيزې پروژو لړۍ به یې سیمو ته وغځول شي، خو لا تراوسه ورته پاملرنه ، نه ده شوې.
ولسوال غوښتنه کوي چې  په کونړکې دې متوازن انکشاف رامنځ ته شي نه دا چې څوک وکيل لري په هغه ولسواليوکې د بيارغونې په هره برخه کې رغنيزکارونه کيږي او چې څوک واسطه نه لري پام ورته نه کيږي.
په همدې حال کې د کونړسرپرست والي ډاکترګل محمد بيداربيا وايي د شالۍ ولۍ او سرکې د ولسونوستونزې يې له اړونده وزارتونو سره شریکې کړې دي.
بيدارمني چې پر پوله پراته ولسونه له ډېروستونزوسره مخ دي، خو ولايتي ادارې په دې ورستيوکې هڅې پيل کړي چې د پرمختيايي کارونو په کولوسره د دوی ستونزې حل کړي.
په کونړ کې د باختر اژانس سیمه ييز خبریال وايي په سیمه کې مې څو ساعته تېر کړل په خپلو سترګو مو باروړونکي او کوچنۍ نجونې ولېدې چې په ډېر زحمت يې د څښاک اوبه په لوښو کې اچولې او خپلو کورونو ته يې وړلې.
د باختر اژانس خبریال زیاتوي چې ډېری ښوونځي مو هم وليدل چې سرپناه يې نه لرله، موږ چې د هماغه ښوونځيو له زده کوونکو سره خبرې وکړې يوتن زيارمل چې د شپږم ټولګي زده کوونکی دی راته وويل: کله چې باران وي او يا هم د اوړي پرمهال سوځنده لمر وي، نو زموږ ښوونځی په وخت رخصت کېږي او زموږ درسونه تل نيمګړي پاتې کېږي.
له يو شمېر ناروغانو سره مو هم خبرې وکړې دوی هم د روغتيايي کمزورو خدماتو څخه ناخوښي ښوده.
د لارو خرابوالی هغه ستونزه وه چې د ناروغانو په وېنا دوی نه شي کولی چې په وخت روغتون ته ورسيږي له همدې امله زيات ناروغان د خرابو سړکونو له امله په لار کې ژوند له لاسه ورکوي.
که څه هم پورته يادې ټولې ستونزې يو له بل سره تړلې دي او بايد هم مهاله حل شي، خو بيا هم د مسوولينو په وینا په لويه کچه ملي مسايلو او امکاناتو ته په کتو وخت غواړي.
کونړ چې د جغرافيي موقعيت له مخې يې زياته سيمه غرونو نيولې ده ،که څه هم په دې وروستیو کې پکې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه تر سترګو کېږي، خو لا هم پکې ډېرې داسې ستونزې شته چې خلک ترې کړېږي.
پای/وصال

قندهار/د تلې ۲۰ مه/ باختر
د قندهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې شپږمې حوزې ته څېرمه یو ځانمرګى بریدکوونکى نیول شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې پولیسو تېر ماښام د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې یو ځانمرګی بریدګر نیولی دی.
بارکزی زیاتوي چې له نیول شوي ځانمرګي بریدګر سره یو لارښود کس هم نیول شوی چې دا مهال تر پوښتنو لاندې دی.
پای/وصال

کابل/د تلې ۲۰ مه/ باختر
د زابل د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په خان کلي سیمه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
امنیه قوماندان نجیب الله سرتېری وايي چې تېره شپه بې پیلوټه الوتکې د شاه جوی په خان کلي کې وسله وال طالبان په نښه کړل.
سرتېری زیاتوي چې په برید کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
پای/وصال


 

کابل/ د تلې ۲۰ مه / باختر
د میدان وردګو د سید آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نور یې ټپيان شول.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ډګرمن محمد فاروق روشن باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان پرون له افغان ځواکونو سره په نښتوکې وژل شوي دي.
ویل کېږي په نښتوکې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې:
د ۲۰۳ تندر او د ۲۰۱ سېلاب اردو مسوولین وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتوکې د میدان وردګو، ننګرهار، خوست او غزني ولایتونو په مربوطاتوکې ۲۴ ماینونه کشف او شنډ کړای شوي دي.
پای/وصال

کابل/ د تلې٢٠مه/باختر
د وزیرانو شورا د پریکړې پر اساس د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیر محمدخان په مشرۍ د مس عینک لرغونو آثارو د لېږد او ساتنې لارو چارو کمېسیون غونډه وکړه.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ، کانونو او پټرولیم، کورنیو چارو او ښار جوړونې وزارتونو د چاپیریال ساتنې ادارې او MCC شرکت استازو ګډون کړی و د مس عینک لرغونو اثارو د لیږد پر لارو چارو خبرې وشوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژه یوه باارزښته پروژه وبلله او ویې ویل چې له ۲۰۰۸ زیزدیږ کال را وروسته په یاده پروژه کې ځینې لومړني کارونه شوي، خو د ځینو دلایلو او ستونزو له امله لا هم نه دي توانیدلي چې د یادې پروژې تطبیق ته لاره هواره کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک کان د ایستلو په برخه کې د لرغونو اثارو شتون یو خنډ یاد کړ او زیاته یې کړه چې د دغو اثارو په اړه له چيني کمپنۍ سره د هوکړې په وخت کې یادونه نه ده شوې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مس عینک کان قرارداد ناقص وباله او ویې ویل چې په یاد قرارداد کې ځینې داسې ټکي شته چې باید له قراردادي کمپنۍ سره یې یادونه شوې وای او پر قرارداد باید له سره غور وشي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مس عینک لرغوني ښارګوټي پروژه یو باارزښته او ملي پروژه وبلله او د دغې لرغونو اثارو پر ساتنې يې ټینګار وکړ او ویې ویل چې یاد لرغوني اثار فرهنګي او تاریخي شتمني ده چې په خوندي کیدو سره به د نړیوالو سیلانیانو پاملرنه خپله کړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان د مس عینک لرغوني اثارو په اړه وویل: " د مس عینک اثار زموږ فرهنګ او تاریخ دی؛ ساتل یې زموږ دنده ده او دغه اثار کولای شي مس عینک سیمه په یوه توریستي سیمه بدله کړي."
لومړي مرستيال د کانونو او پټرولیم او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ته دنده وسپارله چې د مس عینک لرغونو اثار د لېږد په اړه خپلې طرحې چې له وړاندې جوړې شوې د وزیرانو شورا دارالانشاء ته وسپاري چې د وروستۍ پریکړې لپاره د وزیرانو شورا ته وړاندې شي.#
پاى – ذ

کابل/ د تلې٢٠مه/باختر
د پروان والي پرون د دغه ولايت په نهو ولسواليوکې د ديارلسو فرعي روغتيايي مرکزونو نوې ودانۍ پرانستلې.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د پروان د عامې روغتيا رييس وويل چې دغه روغتيايي مرکزونه د پروان په هغو نهه ګونو لرې پرتو ولسواليوکې چې اوسېدونکي يې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسي نه لري؛ جوړ شوي دي.
ويل کېږي مخکې له دې دغو روغتيايي مرکزونو په کرايي کورونوکې خلکو ته خدمات وړاندې کول.
ختم- شکريه -اکرم

کابل/ د تلې٢٠مه/باختر
په پروان کې د (ډبليو.اف.پي) موسسې پرون له هغو پنځوسو کورنيو سره د خوراکي  او غير خوراکي توکي مرسته وکړه چې د ږلۍ او سېلاوونو له امله زيانمنې شوې وې.
د پروان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې رييس باختر آژانس ته وويل چې په دغو مرستوکې خوراکي توکي او جامې شاملې دي او پر هغو پنځوسو کورنيو چې د ږلۍ او سېلاوونو له امله زيانمنې شوې وې؛ وويشلې شوې.
د پروان والي فضل الدين عيار له (ډبليو.اف.پي) او نورو ملي او نړيوالو خيريه موسسو څخه وغوښتل چې د طبيعي پېښو له زيانمنو شويو سره زياتې مرستې وکړي.
ختم- شکريه -اکرم

کابل/ د تلې٢٠مه/باختر
په فراه ولايت کې يوشمېر بېځايه شوي کسان چې د نا امنيو له امله يې خپل کورونه پرې ايښي او د دغه ولايت مرکز ته راغلي دي؛ د دولت او مرستندويو بسټونو له نه پاملرنې شکايت لري.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د فراه د بالابلوک، پشت رود، خاک سفيد او بکواه ولسواليو يوشمېر اوسيدونکي خپل کلي پرې ايښي او د دغه ولايت په مرکزکې مېشت  شوي دي.
د فراه د کډوالو او راستنولو چارو رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې پر لسګونو کورنيو مرستې وېشل شوې دي او دا لړۍ دوام لري.
ختم- شکريه- اکرم

 

Page 9 of 8156