07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
  دملا عبدالفتاح په سرګروپي  يوه لس کسيزه  ډله وسله وال مخالفين  په بغلان ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته  خبر ورکړ: ملا عبدالفتاح  پخوا دطالبانو د ډلې له خوا دبغلان ولايت ديوې  ولسوالۍ دپه اصطلاح  ولسوال په توګه  ټاکل  شوي و چې دملي امنيت  دلوى رياست  دموظُفينو دهڅو اوهاند له امله دسولې له بهير سره يوځاى شو او څرګنده يې کړه چې له دې وروسته په خپلو سيموکې د سولې اوثبات په تامينولوکې له هيڅ  راز هلوځلو  څخه ډډه نه کوي او خپل سوله ئيز ژوندانه ته به دوام ورکړي .
ديوبل خبر له مخې، دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو دجلا جلا عملياتو په ترڅ کې  په واټ کې دښخولو لپاره پنځه بوشکه يي ماينونه ، ريموټ کنترول  اوچسپکي  ماينونه ، اتيا بوتله الکولي مشروبات اويوه اندازه چاوديدونکي وسايل دبغلان ولايت په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه کړي دي .
 

Tuesday, 25 September 2012 13:24

تبصره

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
دافغانستان هند او دامريکا ديپلوماتان  په نيويارک کې سره  وکتل .
  چې دخپلو هيوادونو ترمنځ داوږدمهالو همکاريو په باب خپل نظر څرګند کړي .
دباختر اژانس مبصر ليکي: دغه کتنه دملګروملتو دسازمان دعمومي  ټولنې تر څنګ ددرې واړو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزارتونو د معينانو په سويه جوړيږي .
  دغه کتنه ددغو دريو هيوادنو دجګپوړو مقاماتو ترمنځ لومړى کتنه بلل شوې ده چې کولاي شي  داوږد مهالو همکاريو دپراختيا لپاره لاره پرانيزي . دسياسي کارپوهانو په باور دغه غونډه دهغو هلوځلو په دوام ترسره کيږي چې له ٢٠١٤ کال وروسته ديو باثباته افغانستان ضمانت وشي .
له هند او امريکا سره دافغانستان درې اړخيزه غونډه دسيمه ئيز ثبات لپاره زيات ارزښت لري .
افغانستان له دغو دوو هيوادونوسره نږدى اړيکې لري او له هغوى سره يې ستراتيژيک تړونونه لاسليک کړي دي
او په تيرو يوولسو کلونوکې له افغانستان سره ددغو دواړو هيوادونو مرستې ارزښتناکې او دلمس وړ دي او دافغانستان په وړاندې ددغو دواړو  هيوادونو دريځونه  نږدې دي .
  دواړه هيوادونه هلې ځلې کوي چې افغانستان يوه پياوړي مرکزي واکمني چې له کورنيو  چلنجونو او د بهرني لاسوهنې له عواملو سره دمقابلې توان ولري ، خاوند شي .
دافغانستان په وړاندې ددواړو هيوادونو هند او امريکا دريځونه  نوى ډيلي ته دامريکا دبهرنيو چارو دوزيرې ميرمن کلنتن له سفر وروسته لاپسې نږدې  شوي .
  ميرمن کلنتن  په دې سفر کې  چې روان عيسوي کال دجون په مياشت کې وشو دافغانستان د شخړې په حل کولو کې  دنوى ډيلي دزيات ګډون غوښتنه وکړه .
درې واړه هيوادونه افغانستان ، هند او دامريکا متحده ايالات په سيمه کې دبنسټ پالنې دپراختيا په  نسبت حساس دي او هلې ځلې کوي چې د خپلو نظريو او دريځونو  په يو ځاى کولو سره  په سيمه کې داعتماد اوباور فضا واکمنه کړي او  سيمه ئيزو همکاريو ته پراختيا ورکړي .
  ددغه شان يوې فضا په شتون کې کولاي  شو دسولې او ثبات ضمانت وکړو .
ددرې  واړو هيوادونو ديپلوماتانو په وار وار  ويلي دي چې دغه شان غونډې او دهمکاريو ژمنې څنډې  ته دنورو دشړلو په مفهوم  نه دى اوبايد ددغه شان غونډو دجوړولو او خبرو په نسبت بايد حساسيت اوبدبيني  موجوده نه وي. ځکه هدف ، دهغو ګډو هدفونو  لپاره  ګډ کار دى چې هماغه دثبات تامينول دبې باورى  له منځه وړل او داعتماد  اوهمکاري دفضا برابرول  دي چې په بيلابيلو برخو کې سيمه ئيزې همکاري  پراختيا ومومي .  اوسياسي اودښمني خپل  ځاى زغم اومتقابل  درک ته پريږدي .
  دافغانستان دولت په تيرو وختو کې هم دسيمې دهيوادونو دنږدې کولو لپاره له فعالې ديپلوماسي  څخه  کار اخستى دى او په وار وار يې په دې کار ټينګار کړى دى چې له ټولو ملتونوسره  له دوستي څخه به ګټه  واخلي نه غواړي  اوپرې به نه ږدي  چې دغه هيواد دسيمه ئيزو او نړيوالو سياليو په ډګر  بدل شي نو په دغه شان دريځ کې  دبدبيني  بدګوماني او انديښنې  لپاره کومه خبره نشته .
افغانستان  په داسې حال کې چې له امريکا  او هند سره  په درې اړخيزه غونډه کې ګډون کوي په نږدې  راتلونکي کې به  له پاکستان او امريکا سره هم ورته غونډه کې برخه واخلي .
  ددغه شان غونډې جوړول ددې فرصت برابره وي  چې داقتصادي ودې او دهمکاري دپراختيا په باب  فکر وشي او ورته ورسيږو .
 

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې خپلواک کميسيون له خوا په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ۷۰ تنو کارکوونکيو ته د « قواوو د تفکيک اصل» تر سرليک لاندې دوه ورځنی سيمينار جوړ او د کلام الله مجيد د مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شو.
ورپسې د کميسيون رئيس ښاغلي پوهاند ګلرحمن قاضي په خپله پرانيستوونکي وينا کې د قواوو د استقلال او تفکيک اصل په اړه وويل چې د دغه اصل رعايت د دولت د درې ګونو قواوو تر منځ د مداخلې مخنيوي کوي او د تقابل پر ځای همکارۍ ته لاره هواروي.
پوهاند قاضي همدارنګه په افغانستان کي د اساسي قانون پر تاريخي بهير رڼا واچوله او د هېواد اوسنی اساسي قانون يې تر ټولو ښه قانون وباله چې د درې ګونو قواوو د استقلال او تفکيک اصل په کې رعايت شوی دی.
د کميسيون رئيس د اساسي قانون ۱ ، ۲ ، ۳ او ۴ مادو ته په اشارې سره چې په کې په افغانستان کې د واحد  ملت، اسلامي ارزښتونو او د ملت حاکميت پر موضوعاتو باندې ټينګار شوی، وويل چې د دولت درې ګونې  قواوې بايد د يوه واحد ملت په اړه فکر وکړي او د يوبل په چارو کې د مداخلې پر ځای د همغږي او همکارۍ له پاره ډېره هڅه وکړي.
نوموړي د سيمينار له برخوالو څخه وغوښتل چې د قواوو د تفکيک په برخه کې د شته ستونزو او حل لارو په اړه يې هر اړخيز بحث وکړي تر څو د يوې طرحې په چوکاټ کې جلالتماْب جمهور رئيس ته د يو تقنيني سند وړاندېز وي چې دغه همکاري او همغږي قانوني ملاتړ تر لاسه کړي.
په پارلماني چارو کې د دولت وزارت مرستيال ښاغلي کريم باز په خپلو خبرو کې د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې له خپلواک کميسيون څخه چې د اړوندې ادارې د کارکوونکيو له پاره د ياد سيمينار په جوړولو کې مرسته کړې، مننه وکړه.
ښاغلي باز د يوه ولسواک نظام له پاره يوازې د درې ګونو قواوو شتون کافي ونه باله او زياته يې کړه چې په دغه ډول نظام کې بايد د قواوو  د تفکيک او استقلال اصل  په سمه توګه مراعات شي.
له هغه وروسته د کميسيون د دارالانشاء د لوی رياست سرپرست پوهنيار احمد حنيف حنيف د افغانستان په اساسي قانون کې د قواوو د تفکيک او استقلال اصل په اړه هر اړخيز معلومات  وړاندې کړل او په دې برخه کې يې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
 

کابل باختر د تلې ٤
هغه سړى چې ويل کيږي په پکتيکا ولايت کې يې دياغيانو ترورستي بريدونو دسازمان ورکولو مسووليت يې په غاړه درلود په پوځي عملياتوکې ووژل شو.
په حزب الله نن سهار دافغان او ناټو دځواکونو دعملياتو په بهير کې دده په پټنځاى کې بريد وشو او ووژل شو.
دباختر آژانس دناټو دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ حزب الله دپکتيکا ولايت په ځينو سيموکې په افغان او ناټو ځواکونو دترورستي بريدونو دسازمان ورکولو مسووليت په غاړه درلود
په امنيتي او دپلټنې په پوليسو بريد دماينونو ايښودل او دسيمه ييزو مشرانو ترور دحزب الله  ترامر لاندې کسانو فعاليتونه بلل شوي دي.
ناټو وايي چې ددغه بريد په بهير کې نښته  هم شوې ده او دياغي طالبانو دترورستي بريدونو سازمان ورکونکې سربيره څوتنه نور ياغيان هم وژل شوي دي.
دغه راز ناټو خبر ورکړي دي چې ددغو عملياتو په بهير کې دطالبانو دجنګي وسايلو يوه زيرمه يې هم ترلاسه کړې ده.
دناټو په خپره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دې زيرمه کې په لسګونو ميله سپکې او  درندې وسلې او سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکې او نشه يي توکې هم ترلاسه شوي دي.
 

کابل باختر د تلې ٤
څلورتنه وسله وال مخالفين پرون په لغمان ولايت کې له  سيمه ييزو پوليسو سره په نښته کې ووژل شول.
دشمشاد د ٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
دلغمان ولايت دعلينګار ولسوالۍ  يو شمير سيمه ييزو پوليسو چې ددغه ولايت مرکزته روان وو په لاره کې دمخالفينو له کمين سره مخامخ شول چې له وسله والې نښتې  وروسته څلورتنه وسله وال مخالفين ووژل شول او دوه تنه نوريې  ټپيان شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دې نښته کې څلورتنه سيمه ييز پوليس شهيدان او دوه تنه نوريې  ټپيان شول.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٤ :
دبادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ  کې دماين د چاودنې له امله اته تنه ملکې وګړي ټپيان شول.
ويل کېږي چې دغه چاودنه ديوې جنازي دښخولو په مراسمو کې شوې ده.
يوه امنيتي مسوول   چې دخپل نامه له يادونې څخه يې ډډه وکړه باختر اژانس ته وويل  دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې دسيمي يوشمير اوسيدونکي  دقادس ولسوالۍ په بوم دره کې  دجنازي په ښخولو بوخت وو.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه ماين دطالبانو له خوا په دې ساحه کې ايښودل شوي و او دريموټ په واسطه چول شوي دي .
په بادغيس  کې روغتيايي مسوولينو ددغې  پيښې دپنځو تنو ټپيانو روغتيايي حالت  خراب بللي دي .
په دې وروستيو وختو کې دبادغيس ولايت دافغان پوځيانو اودطالبانو دډلې ترمنځ دخونړيو نښتو ډګر دي  او په ديني او مذهبي مراسمو بريد دياغيانو نوي  جنګي تاکتيکونه بلل  کېږي .
 

کابل باختر د تلې ٤
دکتاب داوونۍ په هرکلي پرون په هرات ښارکې دکتاب ډير ستر ننداتون پرانستل شو.
په دې ننداتون کې چې دکتاب خپرونکو او کتاب پلورونکو په همکارى داطلاعاتو او فرهنګ رياست په وړاندې جوړ شوي دي .
په بيلابيلو تاريخي ،ديني ،ادبى ،فرهنګي،اقتصادي تولنيزو او سياسي برخو کې څه دپاڅه ٦٠ زره ټوله ډول ډول کتابونه په شلو غرفوکې ځاى پرځاى شوي دي.
داطلاعاتو او فرهنګ رييس احمد احسان سرور يار ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسموکې دعلمي ،فرهنګي اومعلوماتي نندارتون جوړول خپل يو کاري پروګرام اعلام کړ اوله دې امله چې له خپلې پخواني ژمنې سره سم په دې بريالي شوي دي چې دهرات ولايت دفرهګيانو په ملاتړ دهيواد اصيل فرهنګ دپياوړتيا په لاره کې اساسي ګامونه واخلي خوښي څرګنده کړه ده داطلاعاتو او فرهنګ د رياست د٦مياشتنيوارزښتونو رپوټ چې  هيواد په  ننه اوبهر د نندارتون جوړول ،دتاريخي آبداتو د ترميمولو په خاطر د٤ سوه زرو امريکايي ډالرو جذب ، د٧٥٠  موزيمي اثارو جذب اوملي موزيم ته دهغو ورکول او دفرهنګيانو ادبياتو او ليکوالو ستاينه ده بيان کړ.
دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ لوى رييس وايي ددغه نندارتون په جوړولو سره نه يوازې کتاب  پلورونکو ته نه يوازې مادي ګټه رسيږي بلکې معنوي اغيزې به يې په لنډ مهال کې دځوانانو په وده اوغوړيدوکې هم وليدل شي.
سروريار په تيرو دوولسيزو کې دهرات دتيرو شپږو مياشتو فرهنګي ارزښتونه بې ساري وبلل او دفر هنګي حالت دښه والې په خاطر يې دخپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړ.
دهرات ولايت مرستيال هم ددغه نندارتون دجوړولو په برخه کې داطلاعات او فرهنګ درياست نوښت او اقدام وستايه او وي ويل لازمه ده دکتاب په اوونۍ کې دکتاب پلورونکو همکاري او داطلاعاتو او فرهنګ درياست نوښت وستايو .
دهرات فرهنګي چارواکې وايي چې دغه نندارتون دلسو ورځو لپاره دمينه والو پرمخ پرانستي دى.
 

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ  امنيتي ځواکونو پرون  دلغمان ، بغلان ، کندز ،  قندهار ،  ميدان وردکو او دخوست  دولايتونو په نا امنو سيموکې چاڼيز عمليات ترسره کړل او له امله يې   پنځلس تنه  ياغي طالبان  و وژل شول  ، درې تنه ټپيان او نولس تنه نور  ونيول شول .
  يوه اړونده خبرځاى  وويل  ددغو عملياتو په بهير کې شل کېلوګرامه چاوديدونکې توکې  دوه توغندي ويشتونکې ، يوه پيکا ، اووه ميله ډول ډول وسله  ، ددرندو وسلو  پنځه سوه دوه ويشت ګولۍ ،  دسپکو وسلو دوه سوه شپږ نوي  ګولۍ ، دوه ماينونه او نور  پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
  ديوبل خبر له مخې، دوسايطو ضد يو ماين چې د تروريستي  او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو په خاطر  دوسله والو  مخالفينو له خوا  دبادغيس ولايت  د غورماچ ولسوالۍ  دبازار په مربوطاتوکې ځاى پرځاى شوي و ددغه ولايت د پوليسو له خوا کشف او شنډ کړاي شو .
 

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
  په دايکندي کې  د څلور سوه پنځوسو مترو په اوږدوالې  دسړک دپخولو د پروژې  کار پيل شو .
  په دې  پروژه کې يو مليونو نهه سوه  زره  افغاني  لګيږي .
   ددايکندي والي قربانعلي ارزګاني نن باختر اژانس ته وويل  چې دغه سړک  څلور سوه پنځوس متره اوږدوالې  او پنځه متره سور لري  چې د نيلي ښاروالۍ له خوا  د پخولو کار يې   پيل شوي دي .
 

کابل   باختر  د تلي  څلورمه
د کونړ ولايت  په دانګام ولسوالۍ   دپاکستاني پوځيانو دوروستيو راکټي بريدونو له امله  يو ښوونځي  وسوځيدل .
  د کونړ ولايت سيمه ئيز مقامات وايي  دپاکستاني پوځيانو د پرونيو راکټي بريدونو له امله چې دکونړ ولايت په دانګام ولسوالۍ  وشول  يوه ښوونځي  اور واخيست او په هغه کې  دقران عظيم الشان دنسخو سربيره  يو زيات شمير درسي کتابونه  سوځيدلي دي .
  دکونړ ولايت امنيه قوماندان باختر اژانس ته وويل  دتوغنديو دلګيدو له امله ددانګام ولسوالۍ  د زوړ برول  دښوونځي  ودانۍ  اور واخيست  چې په اداري  سندونو سربيره درسي کتابونه  او تجهيزات  ، شل ټوکه قران کريم او ددغه ښوونځي  نور ډول ډول  لوازم هم سوځيدلي دي .
دپوهنې  وزارت  ديوې اعلاميې  په خپرولو سره په داسې حال کې چې په دغه ښوونځي کې  دشلو ټوکو  قران عظيم الشان  دسوځيدو له امله خواشيني څرګنده کړه دغه غير اسلامي عمل يې   په کلکه غندلي دي .
  دکونړ ولايت دامنيه قوماندان د څرګندونو له مخې   په دغوبريدونوکې دسر زيان  نه دى  اوښتي  خو  زيات مالي تاوانونه اوښتي دي .
  ديادونې  وړ ده  چې مخکې له دې  په دانګام ولسوالۍ کې دپاکستاني پوځيانو  په بريدونوکې هم  يو جومات  شهيد شوي و .