21 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کونړ کې داوبو لګولو يوکانال پرانستل شو .

کابل / دتلې ٢٩مه / باختر : دکونړ دکرنې مسوولانو ...

جمهورريیس غني د امریکا متحدو الایاتو د کانګرس پلاوي سره وکتل

جمهورريیس غني د امریکا متحدو الایاتو د کانګرس پلاوي سره وکتل

کابل/دتلې۲٩مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني...

جمهورريیس محمد اشرف غني د امریکا له دفاع وزیر سره وکتل

جمهورريیس محمد اشرف غني د امریکا له دفاع وزیر سره وکتل

کابل/دتلې۲٩مه/باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/ د تلې٢٦مه / باختر
د وسله والو طالبانو د تروريستي فعاليتونو يو ګرځنده مرکز تېره شپه په غزني کې ويجاړ شو.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري باختر اژانس ته وويل: د ملي امنيت د ٧٠٣ قطعې منسوبينو د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ په خرخشه سيمه کې د عملياتو په ترسره کولوسره د وسله والوطالبانو د تروريستي فعاليتونو دغه  ګرځنده مرکز ويجاړ کړ.
هغه زياته کړه چې له دغه مرکز څخه اته بوشکه يي ماينونه کشف او شنډ کړاى شول.
د يو بل خبرله مخې:
څلور وسله وال طالبان د غزني د رشيدانو ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ايتلاف ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شول.
پاى \ ذ

 

کابل/ د تلې٢٦مه / باختر 
اته وسله وال طالبان تېره شپه په قندهارکې په هوايي بريد کې ووژل شول.
د قندهار د امنيې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي د باختر آژانس خبريال ته وويل:
پر دغو وسله والو طالبانو د دغه ولايت د خاکريز ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دوى په پټنځي کې هوايي بريد وشو او ووژل شول.
پاى \ ذ

کابل/ د تلې٢٦مه / باختر
په لوګرکې پرون پر ٣٠٠ کورنيو د څه د پاسه ٣٣ ميليونو افغانيو په ارزښت چرګانې ووېشل شوې.
د باختر آژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې: د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې دغه اداره د بڼوالۍ او مالدارې د ملي پروګرام په همکارۍ د دغه ولايت په مرکز او خوښۍ، بره کي برک او محمدآغې ولسواليوکې د٣٠٠ کورنيو د هګۍ اچوونکو او غوښې  لرونکو چرګانو لپاره فارمونه جوړوي او همدارنګه يې پر دغو کورنيو١٠٠ هګۍ اچوونکې او٥٠٠ غوښې لرونکې چرګانې هم وېشي.
د لوګر والي محمد انورخان اسحاقزي د دغو مرستو د وېش په وخت وويل چې دغه مرستې د کورنيو د اقتصادي ودې لپاره ډېرې مهمې او ارزښتناکې دي.
پاى \ ذ

 

کابل/ د تلې٢٦مه / باختر
د تخار ينګي قلعه ولسوالۍ پرون په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو له شتون څخه          پاکه شوه.
د  ٢١٧پاميرقول اردو وياند غلام حضرت کريمي باختر آژانس ته وويل چې پوځيانو په هغو ګډوعملياتوکې چې د تخار په ينګي قلعه ولسوالې کې ترسره کړل؛ پرون له غرمې وروسته د دغې ولسوالۍ ټول کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
کريمي زياته کړه: په عملياتوکې وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتى دۍ چې دقيق شمېر يې تر اوسه معلوم نه دى.
پاى \ ذ

کابل/ د تلې٢٦مه /باختر
د کومانډوځواکونو تېره شپه په فراه ولايت کې يوه زياته اندازه نشه يي او چاوديدونکي توکي او مهمات کشف او له منځه يوړل.
د ځانګړو ځواکونو قول اردو د مطبوعاتو مسوول عبدالغفار نورستاني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کومانډوځواکونو په عملياتوکې ٦٥کيلوګرامه نشه يي توکي،  ٨٠ کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي، د هاوان ٣٠ ګولۍ، ٥ لاسي بمونه، د توغندي ١٠ ګولۍ، ١٠ جوړې پوځي جامې او ١٠ جوړې عسکري بوټان د فراه د بالابلوک ولسوالۍ له شيوان کلي څخه کشف کړل او له منځه يې يوړل.
نورستاني زياته کړه: په عملياتو کې يو مشکو کس هم نيول شوى دى.
پاى \ ذ

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر :
دقندهار – هرات  په لويه لاره کې  په ترافيکي پېښه کې دوه سپرلۍ  ووژل شوې او اووه تنه نور ټپيان شول
دغه پېښه نن له غرمې مخکې دادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه چې يوه بس  له بل موټر سره له ټکر وروسته له واټ څخه واوښت او چپه شو .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې په دې ترافيکي پېښه کې  دوه سپرلۍ  ووژل شوې او ٧ تنه نور ټپيان شول .
فرهاد ددواړو موټرو دچلوونکو بې احتياطي او له اندازې څخه زيات ګړندى تګ ددغې مرګانى  ترافيکي پېښې اصلي علت وباله .
دهرات په يو روغتيايي مرکز کې ډاکترانو ددغې پېښې  دلږ تر  لږه دوو ټپيانو روغتيايي حالت  خراب وباله .
  ختم_ ف _ اکرم

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر :
دطالبانو دډلې  يومشهور قوماندان په بغلان کې ونيول شو .
په شاهين مشهور قاري جنت ګل دپلخمري – ايبکو په لويه لاره کې دطالبانو قوماندان بلل کېږي، نن سهار دبغلان دچشمه شير  په ساحه کې دملي اردو دپوځيانو په عملياتو کې ونيول شو .
په بغلان کې دملي اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې قاري جنت ګل دپلخمري -  ايبکو په لويه لاره کې د نويو ډار اچوونکو بريدونو په طرحه کولو  بوخت و چې دپوځيانو له خوا پرې بريد وشو او ونيول شو.
هغه قاري جنت ګل  دلسګونو ډار اچوونکو بريدونو  او په څو وروستيو کلونوکې دپلخمري -  ايبکو دلوى لارې دناامنۍ دعامل په توګه وباله .
داپه داسې حال کې ده چې دکابل _ مزارشريف  لويه لاره په وار وار دپلخمري – ايبکو په تګلوري کې دطالبانو په واسطه ناامنه شوې ده .
په وروستي مورد کې  طالبانو په عمومي واټ په بريد سره دکابل _ مزارشريف  لويه لاره  دڅو ورځو لپاره د ترافيکو  پرمخ وتړله .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر :
دافغاني  سرې مياشتې دټولنې  مخصوصه اوونۍ پرون دمرستې او همکارۍ  فرهنګ دپراختيا په مقصد په لوګر کې ونمانځل شوه .
په هغې  غونډه کې چې په لوګر کې دافغاني سرې مياشتې دټولنې په نمايندګۍ  کې جوړه شوې وه دلوګر والي  محمد انور خان اسحق زي ،  دملي امنيت رييس امير جان ناصري ديوشمېر ادارو رييسانو او  ګڼ شمېر  رضاکارانو برخه اخستې ده .
ختم_ ف _ اکرم

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر :
په لوګر کې امنيتي مسوولان د ١٢وسله والو طالبانو دوژل کېدو خبرورکوي .
هغوى دغه راز وايي چې دپنځو ځاى پرځاى کړى شويو ماينونو دچاودنې مخه هم نيول شوې ده .
دلوګر دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختراژانس ته وويل چې دپوليسو دخاصو قطعاتو دقوماندانۍ  پوځيانو تېره شپه دلوګر  دڅرخ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ګډ عمليات ترسره کړل چې په پايله کې يې  ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول .
احمدزي وويل چې له دغو عملياتو وروسته دوسله والو طالبانو پنځه ماينونه هم په ساحه کې کشف شول .
  ختم_عطاالله_اکرم

-کابل / دتلي ٢٥مه / باختر :
دملي دفاع وزارت مقاماتو دهېواد په نهه ولايتونوکې د ٦١ ډار اچوونکو دوژل کېدو خبرورکړى دى .
دغه کسان په هغومحاربوي فعاليتونوکې  ووژل شول چې دهېواد امنيتي او دفاعي ځواکونوپه کندز .، ننګرهار ،  غزني ، ميدان وردګو ، روزګان ، قندهار ، پکتيکا او فراه کې ترسره کړي دي .
  دباختراژانس دخبرله مخې ، دملي دفاع وزارت په دې اړوند ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي چې په دغو فعاليتونو کې ٦١ ډار اچوونکي وژل شوي دي .
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې دهېواد او خلکو ٩  نور دښمنان ټپيان او پنځه نور يې نيول شوي دي او دغه راز په دغو فعاليتونوکې دتروريستانو يوه اندازه سپکې او درندې وسلې ، يوموټراولس موټرسايکلونه  يو پټنځي او دوسلو يوه ډيپو ويجاړه شوې ده .
  ختم_ عطاالله_ اکرم

Page 10 of 8178